د زلزلې له امله زيانمن شوي کسان له ستونزو سره مخامخ دي

د انځور حقوق AP
Image caption څو اوونۍ وړاندې په افغانستان، خيبرپښتونخوا او شاوخوا سيمو کې يوه قوي زلزله شوې وه چې شاوخوا ۲۷۲ کسانو په کې و وژل شول

خيبرپښتونخوا کې د زلزلې له امله زيانمن شوي کسان د بارانونو او او واورې اورېدو له امله له ستونزو سره لاس او ګرايوان دي. له څه مودې راهيسې ځينې لارې او سړکونه هم بند پاتې دي.

د پېښې شوې زلزلې له امله خلک په خېمو کې اوسېږي او وايي د سړې هوا له امله په دغو خېمو کې اوسېدل ناشوني دي.

راپورونه ښيي چې د قراقرم او کاغان لويه لار د ځمکې ښوېدو له امله بنده شوې ده.

د هوا حالاتو ادارې په وينا تر ټولو زيات اورښت په غرنيو سيمو کې شوی دی.

څو اوونۍ وړاندې په افغانستان، خيبرپښتونخوا او شاوخوا سيمو کې يوه قوي زلزله شوې وه چې شاوخوا ۲۷۲ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او په لوی شمېر زيانونه يې اړولې وو.

په چترال او شاوخوا سيمو کې ډېری وګړي شکايت لري چې حکومت يې لاس نيوی نه دی کړی او تر اوسه ورته مرستې نه دي رسېدلې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د چرون اوير سيمې اوسېدونکي وايي په سيمه کې د سينه بغل او ټوخلې ناروغۍ په خپرېدو دي

د چترال لاسپور کلي کې واوره اورېدلې او بل خوا په چرون اوير کې سيمه کې خلکو په لاريون لاس پورې کړی او سړکونه يې بند کړي دي.

د چرون اوير سيمې يو اوسېدونکی عنايت الله وايي د کلي په ماشومانو بېلابېلې ناروغۍ لګېدلې دي.

لاسپور سيمه له چتراله نژدي ۱۰۰ کیلومتره لرې پرته ده او د دې سيمې خلک وايي د تېزو بارانونو او واورې له امله یې خيمې له کاره لوېدلې دي، دوی ته د ورپېښو شويو تاوانو د څېړلو لپاره دولتي ډلې سيمې ته تللې دي، خو تر اوسه يې مرستې نه دي رسولې.

د سيمې اوسېدونکي وايي غير حکومتي ډلو ورسره لږ څه مرسته کړې خو اوس خلک ناروغ دي او د درملو له کمي سره مخامخ دي.

له مستوج سره نژدې چرون اوير سيمه کې د جمعې په ورځ خلکو لاريون کړی و او د مستوج لويه لار يې د څو ساعتونو له پاره بنده کړې وه.

د انځور حقوق Reuters

د ځايي اوسېدونکو په وينا زيات شمېر خلکو په دغه لاريون کې برخه اخيستې وه، دوی ويل په دغه سخته يخنۍ او نژدې ۱۸ سانتي متره واوره کې په خېمو کې ژوند کول ناممکن دي، حکومت بايد دوی ته د اوسېدو ځای چمتو او د غذايي موادو سربېره درمل هم برابر کړي.

د چرون اوير سيمې اوسېدونکی عنايت الله وايي په سيمه کې د سينه بغل او د ټوخلې ناروغۍ په خپرېدو دي.

ولايتي شوار کې د چترال سيمې وکيل بي بي سي ته ويلي حکومت ورسره د مرستو ژمنه کړې ده او څه مرستې هم سيمې ته رسېدلې خو ټولو خلکو ته لا تراوسه نه دي ور کړل شوې.

دی وايي دغه ستونزه به ولايتی جرګې ته وړاندې کوي، د ده په وينا ور سره وعده شوې چې حکومت به ډېر ژر د دغو ستونزو د حل لپاره پيسې ځانګړې کوي.

د انځور حقوق AFP