چارسده کې د "پت" په نامه دوه کسان وژل شوي

Image caption د شمېرو له مخې په خيبر پښتونخوا کې په تېرو دوو کلونو کې د پت نامه وژنو کې زياتوالی راغلی دی

د خيبر پښتونخوا چارسده سيمه کې د "پت" په نامه یوه ښځه او يو سړی په ډزو وژل شوي دي.

په نوموړې سيمه کې د سند او پنجاب په پرتله د پت په نامه وژلو پېښې لږ تر سترګو کېږي، خو په تېرو دوو کلونو کې په دې ډول پېښو کې زياتوالی راغلی دی.

د شمېرو له مخې پاکستان کې په تېرو دوو کلونو کې له ۹۰۰ زيات کسان د پت په نامه وژل شوي دي.

چارسده کې يوه پوليس، عبدالرحمان بي بي سي ته ويلي دغه پېښه د شپې مهال رامنځ ته شوې ده.

د پوليسو په وينا امباډهير سيمه کې يوه کس خپله خور او يو ځوان د ناروا اړيکو په تور په ډزو وژلي دي.

پوليس وايي تورن شخص د شپې مهال يو نارينه په خپل کور کې ليدلی، بيا يې ډزې يې پرې کړې او له سيمې تښتېدلی دی.

دوې مياشتې وړاندې هم د غيرت په نامه لېور خپله ورېندار او يو کس د پت په نامه وژلي وو، دغه پېښه روان کال سپټمبر مياشت کې په چارسده کې رامنځ ته شوې وه.

پاکستان کې د دولتي شمېرو له مخې په تېرو دوو کلونو کې د غيرت په نامه ۹۳۰ تنه وژل شوي دي.

د دغو شمېرو له مخې ډېری پېښې په سند او پنجاب کې رامنځ ته شوې دي. په درېيم نمبر خيبر پښتونخوا او څلورم نمبر بلوچستان دی.

خيبرپښتونخوا کې د پت په نامه وژلو پېښې د ۲۰۱۳ کال په پرتله، ۲۰۱۴ کال کې زياتې شوې وې.

په ۲۰۱۳ کال کې په دې ولایت کې د پت په نامه ۴۷ تنه وژل شوي وو، چې په ۲۰۱۴ کال کې دغې شمېرې ۷۸ ته ختلې وې.

ورته مطالب