خیبر پښتونخوا: نامعلومو وسله والو کوهاټ کې خبریال وژلی

د انځور حقوق epa
Image caption پاکستان هغو هېوادونو کې شامل بلل کېږي، چې د خبریالانو لباره خوندي نه بلل کېږي

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې نامعلومو وسله والو یو ځایي خبریال حفیظ الرحمن په ډزو وژلی دی.

پېښه د یکشنبې په ګهیځ د کوهاټ کالوخان بانډې څلور لارې سیمه کې شوې.

ځايي پولیس وايي حفیظ الرحمن پر موټر سایکل دفتر ته پر لاره و، چې نا معلومو کسانو پرې ډزې وکړې.

پولیس وايي تر اوسه د پېښې لامل معلوم نه دی او وايي دوی یې په اړه پوښتنې ګروېږنې پیل کړې دي.

حفیظ الرحمن د 'ایشیا' په نوم خپله ورځپاڼه درلوده او کوهاټ کې د نیو نیوز نومي ځايي ټلویزیون خبریال و.

د راونې میاشتې پیل کې ټانک سیمه کې د همدې ټلویزیوني شبکې یو بل خبریال زمان مسېد په ډزو وژل شوی و.

زمان مسېد په پاکستان کې د بشري حقونو سازمان غړی هم و.

د پاکستان نوم د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل دی، چې د خبریالانو لپاره خوندي نه بلل کېږي.