''ګومان کېږي بېلتونپالی بلوڅ مشر الله نذر ژوندی دی''

د انځور حقوق
Image caption بلوڅ ياغيانو ويلي دوی به په سيمه کې د چين د پانګونې له پلانونو سره مخالفت وکړي

د پاکستان د بلوچستان ايالت يو بلوڅ بېلتونپالی چې حکومت ګومان کاوه په اګست مياشت کې وژل شوی، په يوه وېډيو کې راښکاره شوی دی.

الله نذر وايي دی لا هم د حکومت پر وړاندې د وسلوالې ډلې مشري پر غاړه لري.

د بلوڅ ازادۍ ټلوالې يوه وياند ويلي دا ويډيو روانه میاشت کې اخيستل شوې ده.

حکومتي چارواکو بي بي سي ته ويلي داسې برېښي چې الله نذر ژوندی دی او دوی د دغې وېډيو د تاييدولو لپاره کار کوي.

ياغيانو ويلي دوی به په سيمه کې د چين د پانګونې له پلانونو سره مخالفت وکړي.

الله نذر چې غواړي جګړې ته دوام ورکړي وويل: ''د يو څه وخت لپاره حکومت زما د مړينې په اړه تبليغات وکړل. دا لوی دروغ دي.''

په سپټمبر مياشت کې د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير سرفراز بوګټي وويل حکومت باوري دی چې الله نذر د اواران په ولسوالۍ کې د پراخو پوځي عملياتو پر مهال په اګست مياشت کې وژل شوی دی.

ښاغلي بوګټي اوس بي بي سي ته ويلي: ''که هغه ژوندی وي، د پاکستان حکومت به تر هغې د هغه نيولو ته دوام ورکوي چې دی بېلتون غواړي، اساسي قانون نه مني او بېګناه خلک وژني.''

د بي بي سي عادل شازيب وايي سره له دې چې ښاغلی نذر د نورو په څېر په ميراثي ډول کوم بلوڅ مشر نه دی چې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، خو د ځوانو بلوڅانو ترمنځ يې شهرت موندلی او د ده بيا راڅرګندېدل به پرته له شکه د اورپکۍ جګړې په ګرمولو کې له هغه سره مرسته وکړي.

د بلوچستان ازادۍ ټلواله دغه ايالت کې د هغو ياغي ډلو يوه ده چې له تېرو څلورو لسيزو راهيسې د پاکستان د طبيعي زيرمو په بډايه ايالت کې د ټيټې کچې تاوتريخوالي پېښو کې لاس لري.

ورته مطالب