د پېښور پر پوځي ښوونځي د برید په تړاو څلور کسان اعدام شوي

د انځور حقوق
Image caption پېښور کې پروسږ کال د دسامبر میاشتې په ۱۶ نېټه وسله والو پر یاد ښوونځي برید وکړ، چې پایله کې یې له ۱۴۰ ډېر کسان ووژل شوو

د پاکستان پوځي سرچینې وايي پېښور کې پر پوځي ښوونځي د برید څلور عاملین اعدام شوي دي.

پېښور کې پروسږ کال د دسمبر میاشتې په ۱۶ نېټه وسله والو پر یاد ښوونځي برید وکړ، چې پایله کې یې له ۱۴۰ ډېر کسان ووژل شوو.

ډېری وژل شوي د یاد ښوونځي زده کونکي وو. هغو کسانو کې چې په دې تړاو اوس کوهاټ کې اعدام شوي دي، مولوي عبدالسلام، حضرت علي، مجیب الرحمان، چې په نجیب الله مشهور و او سبیل، چې په یحیی مشهور و، شامل دي.

د لومړي وزیر نوازشریف په وړاندیز د پاکستان ولسمشر د یادو کسانو د بښنې غوښتنلیکونه رد کړل او له هغه وروسته د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف د نومبر په ۳۰ د دغو کسانو د اعدامولو امر لاسلیک کړی و.

له اعدام شویو کسانو نه یو مولوي عبدالسلام د پاکستان دولتي مامور و او په پېښور کې د اوبو لګولو ادارې په جومات کې ملا امام و. نوموړی بریدګرو ته د اوسېدو اسانتیا برابرولو لړ کې ګرم پېژندل شوی و.

پر دریو نورو اعدام شویو کسانو هم تور و، چې له بریدګرو سره یې مرسته کړې، خو په اړه یې چارواکو جزیات نه دي څرګند کړي.

د پېښور پر یاد ښوونځي له بریده وروسته د نېشنل ایکشن پلان په نوم رامنځته شویو پوځي محکمو د دغو څلورو اعدام شویو کسان په شمول برید کې شامل شپږ کسان د اعدام په سزا محکوم کړل.

هغه دوه کسان چې د اعدام سزا عملي کې کېدو ته منتظر دي، تاج محمد او عتیق الرحمان نومیږي، چې په رضوان او عثمان مشهور دي.

د پاکستاني پوځ عامه اړیکو په وینا د پېښور پر پوځي ښوونځي برید کې ۲۷ کسانو برخه درلوده، چې ۹ کسان یې د برید بهیر کې وژل شوي او ۱۲ یې نیول شوي دي.