شپږ کاله وروسته باړه ځايي چارواکو ته وسپارل شوه

د پاکستان پوځ د خيبرايجنسۍ د باړې سيمه شپږ کاله وروسته ځايي ادارې، (پولټيکل انتظامېې) ته سپارلې ده.

د پوځ د عامه اړيکو وياند په يوې لنډې وينا کې ويلي دي چې " باړې ته د بې ځايه شوو خلکو او سوداگرو له ستنېدو وروسته داسيمه ځايي ادارې ته سپارل شوې ده".

تراوسه پورې د باړې مرکزي بازار نه د پرانستل شوى خو د باړې د سوداگرو د ډلې مشر سيد اياز بي بي سي ته ويلي دي چې ددې بازار د پرانېستلو چارې پړاو په پړاو بشپړيږي. ده وويل چې

د انځور حقوق BBC Urdu
Image caption د خيبر په تيراه سيمه کې اوس هم وسله وال فعاله دي.

ددوکانونو د جوړولو لړۍ روانه ده، او تمه ده چې د روانې مياشتې تر پايه به مرکزي بازار د عامو خلکو پر مخ پرانېستل شي.

د باړې مرکزي بازار چې تقريبا ١١ زره دوکانونه لري د خيبر ايجنسۍ تر ټولو لوى سوداگريز مرکز دى. خو په ٢٠٠٩ کال کې د پوځ لخوا د وسله والو ډلو پرضد د عملياتود پيل نه راپدېخوا دا بازار په بشپړ ډول بند دى. د خيبر ايجنسۍ د تيرا سيمه کې اوس هم وسله وال فعاليت لري.

Image caption د ٢٠٠٩ کال کې خيبر ايجنسۍ کې د وسله والو پر ضد عمليات پيل شوي وو.

دا بازار له پېښور څخه تقريبا شپږ کېلومتره لرې دى او تېر کې د پاکستان له بيلابېلو سيمو څخه ورته خلک د شيانو رانيولو لپاره ورتلل.