پر ټولنه د پېښور پر پوځي ښوونځي د بريد اغېزې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

يو کال تېرېدو سره سره ه اوس هم د پېښور په پوځي ښوونځي ( ارمي پبلک سکول) د بريد اغېزې نه ېواځې د دغه سکول (ښوونځي) په زده کونکو، د دوى په کورنېو بلکه په ټولې ټولنې ليدل کېږي. د خيبر پښتونخوا په مرکزې ښار پېښور کې ځاى په ځاى د دغه ښوونځي د قربانيانو عکسونه لګول شوي، چې ورسره ټول ښار د ېوۀ ښونځي انځور وړاندې کوي .

د ٢٠١٤ کال د دسمبر ١٦ مه نېټه د محمد امين لپاره يوه بوګنونکې او نه هېردونکې ورځ ده. په دې ورځ د هغۀ زوى اسحاق امين د ارمي پبلک سکول د نورو زده کوونکو په څېر سهار وختي د زده کړې په نيت له کوره وتلى وو، خو بيا راستون نه شو، او بل ورور يې چې په همدې ښوونځي کې يې زده کړه کوله دوسله والو دې بريد کې ژوبل شوى وو.

Image caption محمد امين وايي " تر څو چې زما خپل مخ په کفن کې نه وې پټ شوى دا ورځ او د خپل بچي غم به مې هېر نه شي" .

د اسحاق امين پلار محمد امين وايي " تر څو چې زما خپل مخ په کفن کې نه وي پټ شوى دا ورځ به يې هېره نه شي" . دى زياتوي " هيڅ نه دي پاتي له ذهني او روحي پلوه زمونږ ژوند پاى ته رسېدلى، هڅې په ظاهري بڼه ژوندي معلوميږو".

ددې بريد يو بل قرباني محمد علي خان دى، د هغۀ خور ماريه خان چې همدې ښووونځي کې زده کړې کوي وايي هغه ساعت يې ډېر ياديږي چې ورور سره به يې لوبې کولې " داسې ښکاري چې تېرکال نه بلکه همدا پرون مونږ لوبې کولې، خلک واېي چې له دې پېښې يو کال تېر شو، مونږ ته خو داسې احساسېږي چې لکه دا هر څه پرون وو".

مارېه خان وايي "په همدې ورځ به په مسلسله توگه تيلي فونونه کېدل، مونږ هيڅ معلومات نه درلودل، کله چې هغه يې موټر کې راوړلو، داسې مو گومان درلودو چې زما ورور ټپي دى، خو داسې نه وه، هغه مړ وو".

ماريه وايي ددې بدل به اخلي خودا به " د وسله والو بچيانو ته د زده کړې ورکولو سره وي".

Image caption ماريه خان وايي "کله چې زما ورور يې موټر کې راوړلو، داسې مو گومان درلودو چې هغه ټپي دى، خو داسې نه وه، هغه مړ وو".

دې بريد کې ډېرو کورنيو خپل بچي له لاسه ورکړل، ډېر ژوبل او ځينې يې د تل لپاره معيوبه شول، خو ورسره د ډېرو کورنيو لخوا خپلو بچو ته د زده کړې ورکولو هوډ او اراده غښتلې شوې ده.

ېوې مور چې د خپل وژل شوي زوى، اسفندېار، عکس په لاسو کې نېولى وو راته وويل " خلک له ما پوښتنه کو ي چې تېرکال څنګه تېر شو، دا يو دروند کال وو، ما خپله د زړه ټوټه له لاسه ورکړه، زما هغه ورځ نه هېرېږې، زما يو زوى د تورو خاورو لاندې شو خو نورو زامنو ته وايم چې زده کړې به کوئ د دښمنانو مقابله به کوئ، خو دا مقابله به په ټوپک نۀ ،بلکې قلم سره وي".

ددې بريد نه يو کال تېر شو، خو په مخامخ ډول اغېزمنو شوو کورنيو نه علاوه په ټولنه يې هم اغېزې ليدل کېږي، او گڼو خلکو کې يې ډول ډول روحي رنځونه يېدا کړي.

د پېښور پوهنتون د ساېکالوجۍ (روان پوهنې) د څانګې مشرې ، ډاکټر ارم ارشاد بي بي سي ته وويل چې يوې سروې کې دوى ته معلومه شوه چې د پېښور د ښوونځي برېد په ټولنه ژور اثرات (اغيزې) پرېښي دي .

ډاکټر ارم ارشاد واېي ددې بريد وروسته نه يواځې د بريد لاندې د راغلي ښوونځي ماشومانو کې بلکې د پېښور د نورو ښوونځيو ماشومانو کې هم ورته وېره ليدل شوې ده . ارم ارشاد واېي درې مېاشتې وړاندې په دې موضوع راپور جوړلو لپاره د دوى پوهنځي( ډېپارټمنټ) ته يوه خبرياله ورغلې وه، د بريد اغېز دومره زيات وو چې دا خبرياله يې هم اغيزمنه کړې وه، او د راپور جوړولو پرمهال يو ناڅاپه په چغو شوه.

Image caption ډاکټر ارم ارشاد واېې دې بريد ود پېښور د نورو ښوونځيو ماشومانو کې هم ډېره وېره راوستې وه.

ددې بريد د قربانيانو ياد ساتلو لپاره حکومت گڼ ښوونځي د هغوي په نوم کړي، اغيزمن شوي ښوونځي کې په يوه څلي يا يادگار د ټولو وژل شوو نومونه ليکل شوي، چې هر ه ورځ د زده کوونکو په وينا " هر ځل ليدو سره يې د زده کړې په تړاو هوډ لاپسې غښتلى کېږي.