راحيله درانۍ د بلوچستان د ايالت اسمبلۍ لومړنۍ مشرې په توګه وټاکل شوه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دا لومړى ځل دى چې يوه ميرمن په دې دنده ټاکل کېږې

راحيله حميد خان درانی، پاکستان کې د بلوچستان ايالتي اسمبلۍ د ريسې په توګه ټاکل شوې ده.

دا لومړى ځل دى چې يوه ميرمن په دې دنده ټاکل کېږې.

دغه څوکۍ د محمد جمالي له استعفا وروسته له تېرو اتو مياشتو تشه وه.

بلوچستان کې د مسلم ليګ (نواز) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر منځ د واک شريکولو تړون شوی و چې په ترڅ کې يې د اسمبلۍ د مشرۍ څوکۍ د مسلم ليګ ن ګوند ته ورکړل شوې وه.

تېره ورځ اسلام اباد کې راحيله درانۍ د بلوچستان ولايتي شورا د مشرې په توگه نومول شوې وه. چې تر ټاکلې وخت پورې هېچا هم د دې څوکۍ لپاره نوم ليکنه ونه کړه ځکه نو نوموړې دغه دندې لپاره له سيالۍ پرته بريالۍ شوه.

د جميت علما اسلام غړي مفتي ګلاب د نوموړې څوکۍ لپاره ناوخته نومليکنه کړې وه چې له امله يې کاغذونه رد شول.

راحليه درانۍ د قانون په برخه کې لوړې زده کړې لري او څه موده له خبريالۍ سره تړلې پاتې شوې ده.

نوموړې په لومړي ځل په ۲۰۰۲ کال کې د مسلم ليګ ( ق) له خوا د ښځينو ځانګړې څوکۍ لپاره د بلوچستان ولايتي شورا ته غوره شوې وه او په ۲۰۰۸ کال کې هم د دغه ګوند له خوا د ولايتي شورا غړې په توګه يو ځل بيا ټاکل شوې وه.

راحیله درانۍ، پاکستان کې د ۲۰۱۳ کال له ټاکنو وړاندې د مسلم ليګ ن سره يو ځای شوه.

همدا ډول نواب ثناالله زهري د بلوچستان د اعلى وزير په توګه ټاکل شوی دی.

يادې شوې څوکۍ ته د نوم ليکلنې لپاره تر دوو بجو پورې وخت ورکړل شوی و خو هېچا هم د دې څوکۍ لپاره نومليکنه ونکړه او د مسلم ليګ نواز ګوند غړی نواب ثناالله د بلوچستان د لومړي وزير ونومول شو.

ورته مطالب