وزيرستان کې د پوځ د يوه ''جاسوس'' د وژلو وېډيو

د انځور حقوق AP
Image caption ځايي چارواکي وايي تر دې وړاندې هم پاکستاني طالبانو د جاسوسانو په نوم لسګونه کسان وژلي دي

د پاکستان په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د وسلوالو توندلارو يوې ډلې (اتحاد مجاهدين خراسان) رسنيو ته يوه وېډيو استولې او ادعا يې په کې کړې چې د پوځ يو جاسوس يې نيولی او هغه يې وژلی دی.

دوی ادعا کوي دغه کس چې اصلي ځای يې فيصل اباد دی پوځ ته د طالبانو جاسوسي کوله.

په دغه وېډيو کې ښکاري چې پوز تړلي کسان د جنوبي وزيرستان په مرکزي ښار واڼه او نورو سيمو کې ګزمې کوي او هغه کسان نيسي چې دوی ګومان کوي جاسوسان دي.

په دغه وېډيو کې چې د پاکستاني طالبانو د رسنيو برخې له څانګې لېږدول شوې د ادعا شوي جاسوس نوم، د اوسېدو ځای، د هغه اعتراف او په پای کې د هغه وژل کېدل ښوول کېږي.

دغه ډله (اتحاد مجاهدين خراسان) وايي له ډېرې مودې راهيسې په جنوبي وزيرستان کې د جاسوسانو د موندلو او د هغوی د وژلو پر فعاليتونو بوخته ده.

د پاکستان پوځ تر اوسه د دغې پېښې پخلی نه دی کړی، خو ويل کېږي، چې پوځ د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو لپاره معلومات له خپلو جاسوسانو راټولوي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د پاکستان د طالبانو تحريک لا له وړاندې په سيمه کې ليکونه خپاره کړي وو او له خلکو يې غوښتي و چې د طالبانو جاسوسي و نه کړي

تر دې وړاندې هم کله چې په قبايلي سيمو کې د پوځ واک کمېده، نو وسلوالو کسانو به مشکوک جاسوسان لټول او په دې لړ کې يې لسګونه کسان وژلي دي.

په وېډيو کې نيول شوی کس چې وسلوال يې جاسوس بولي اعتراف کوي، چې په لومړي ځل يې په ۲۰۱۲ کال کې د پوځ له يوه کارکوونکي سره اړيکه ټينګه ونيوله او له هماغه وخته يې ورسره کار پيل کړ.

په اردو او پښتو ژبو د نيول شوي کس په جلا جلا خبرو کې راغلي د هغو معلوماتو له مخې چې ده پوځ ته ورکړي په لومړي ځل عملياتو کې پوځ په واڼه کې پر جوماتونو چاپې ووهلې.

ده په خپل اعتراف کې ويلي چې د دې لپاره ورته ۳۰۰۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ ورکړای شوې او له دې وروسته د نورو معلوماتو په بدل کې ورته پنځه ميليونه روپۍ ورکړای شوې.

خو دا روښانه نه ده چې دغه اعتراف په کومو حالاتو او شرايطو کې له نيول شوي کس اخيستل شوی دی.

ورته مطالب