بلوچستان، چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی دی

د انځور حقوق BBC World Service

د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې د بمي چاودنې پایله کې د ایف سي نومي نیمه پوځي ځواک یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د یاد ځواک ویاند په خبره پېښه د سې شنبې په ورځ اسپلنجي نومي سیمه کې رامنځته شوې.

پیغام کې ویل شوي، چې هغه ګاډی د بمي چاودنې ښکار شوی، چې د امینتي ځواک لپاره یې اوبه لېږدولې.

ویل کېږي، چې د ټپي شویو کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

بل لور ته امنیتي ځواکونه وايي د تربت سرن کاهن سیمه کې د عملیاتو پر مهال د هغه سازمان یوه قومندان په ګډون درې غړي وژل شوي، چې بندیز پرې لګېدلی.

د ایف سي ویاند په خبره په سیمه کې د وسله والو په اړه د معلوماتو له تر لاسه کېدو وروسته د امنیتي ځواک او څارګرو ادارو کارکونکو په ګډو عملیاتو کې دغه کسان وژل شوي دي.

د ویاند په خبره له متقابلو ډزو وروسته د بلوچستان لښکر په نوم د وسله وال سازمان قومندان خلیل له دوو ملګرو سره وژل شوی دی.

پر امنیتي ځواکونو د سې شنبې ورځي بمي برید روانه میاشت کې دویم هغه دی.

له دې مخکې د کوټې جواینټ روډ بروړي کراسنګ سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید کې یو سرتېری وژل شوی و.