پېښور ته څېرمه چاودنه، د امنیتي ځواکونو دوه کسان ټپیان شوي

د انځور حقوق
Image caption د یوه ځايي چارواکي په خبره بم د سړک منځ بوټو کې ایښی و.

د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو یوه ګاډي ته نژدې ریموټ کنترول بمي چاودنې له کبله لږ تر لږه دوه کسان ټپیان شوي دي.

پولیس وايي چاودنه د پېښور اسلام اباد لویې لارې اوږدو کې ټول پلازه سره نژدې شوې.

د پېښور پولیسو یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي د امنیتي ځواکونو ګاډی له تربېلا سیمې پېښور ته پر لاره و، چې د سړګ غاړې ته ځای پر ځای شوي ریموټ کنترول بم په وسیله په نښه شو.

د دوی په خبره پېښه کې دوه کسان برسیرن ټپیان شوي دي او ګاډي ته زیان اوښتی.

د نوموړي چارواکي په خبره بم د سړک منځ بوټو کې ایښی و.

خو بل لور ته د پاکستاني پوځ عامه اړیکو ادارې په اعلامیه کې د یوه کس برسیرن ټپي کېدو یادونه شوې.

له څه مودې راهیسې خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د بمي چاودنو پېښې ډېرې شوې دي.

دا وروستیو کې د کورمې ایجنسۍ په مرکزي ښار پاړه چنار کې د ځانمرګي برید پایله کې ۲۴ کسان ووژل شول او نژدې ۷۰ نور ټپیان شول.

بل لور ته د خیبر پښتونخوا په مردان کې د یوه برید پایله کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

د مردان چاودنې مسوولیت د پاکستاني طالبانو یوې ډلې جماعت الاحرار په غاړه اخیستې وه.