شپږ کاله وروسته د باړې بازار د بيا پرانيستلو اعلان

Image caption د ويجاړو شويو دوکانونو مخې ته په لوی شمېر امنيتي ساتونکي ليدل کېږي

د ډېورنډ کرښې سره نژدې د خيبر قبايلي سيمې په باړه کې له شپږ کلنو هڅو او کوښښونو وروسته ارامي راغلې او د دې سيمې بازار چې په دغه موده کې بند وو، د بيا پرانيستلو اعلان يې شوی دی.

تراوسه هم په سيمه کې د بيا رغونې کارونه له ستونزو سره مخ دي، داسې چې تمه کېده په چټکۍ نه دي روان، د کاروبار بېرته په پښو درول، کېدای شي تر يوې مياشتې نور وخت هم واخلي.

له پېښور ښار څخه په اووه کيلومتر واټن پروت باړه بازار يو وخت په ټول پاکستان کې د قاچاق شويو سامان الاتو مرکز بلل کېده، خو اوس هلته ټول دوکانونه ويجاړ دي.

په ۲۰۰۹ کال کې وسله والو د باړې بازار تر ولکې لاندې راوستی وو، خو له سختو جګړو وروسته هلته يو ځل بيا امن راغلی او کاروبارونه يو ځل بيا پیل شوي دي.

د خيبر پښتونخوا والي سردار مهتاب احمد خان په ځانګړي ډول باړې ته تللی او هلته یې د باړې بازار د بيا پرانيستلو اعلان وکړ.

مهتاب احمد خان په باړه کې له چارواکو سره په خبرو کې ويلي، په سيمه کې امن او د راکړې ورکړې ر بېرته په پښو ودرول د حکومت په لومړيتوبونو کې وو، چې په دې برخه کې د ده په وينا پوره کاميابي تر لاسه شوې ده.

په سيمه کې د پاکستان پوځ له خوا شويو عملياتو نښې او ويجاړي اوس هم تر سترګو کېږي، هلته داسې هېڅ يو دوکان نشته چې په پوره ډول روغ پاتې وي.

د ويجاړو شويو دوکانونو مخې ته په لوی شمېر امنيت ساتونکي ليدل کېږي، په سيمه کې د سړکونو او ودانيو د بيا رغونې کار روان دی.

چارواکي وايي راتلونکی څو مياشتو کې به به په باړه کې د يويې لويې صنعتي سيمې جوړول هم پيل کړي.