کوټې سره نژدې چاودنه کې پنځه نيمه پوځيان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption دا په تېرو څو اوونيو کې پر نيمه پوځيانو دوهم بريد دی، د ډسمبر پر ۲۹ مستونګ کې د یوې چاودنې له يې يو پوځي وژل شوی و

د پاکستان بلوچستان ايالت کې د بمي چاودنې له امله پنځه نيمه پوځيان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د نيمه پوځيانو يوه کارکوونکي د نوم نه اخيستلو په شرط بي بي سي ته ويلي، دغه پېښه دوشنبې (۱۸ جنورۍ) د کوټې لوېديځ مارګټ سيمه کې شوې ده.

کارکوونکي وايي د نيمه پوځيانو يو موټر د سړک غاړي پر ريموټ کنټرول بم برابر شوی، چې له امله يې دغه پېښه رامنځ ته شوې ده.

د دغه کس په وينا پنځه کارکوونکي د پېښې په ځای کې وژل شوي او دوه ټپيان يې روغتون ته لېږدولي دي.

له ټپي شويو کسانو څخه د يوه حالت د اندېښنې وړ دی. دا په تېرو څو اوونيو کې پر نيمه پوځيانو دوهم بريد دی، د ډسمبر پر ۲۹ مستونګ کې د یوې چاودنې له يې يو پوځي وژل شوی و.

د پاکستان د نيمه پوځيانو په وينا، ۲۰۱۵ کال د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې اورپکو پر دغو پوځيانو ۹۴۱ بريدونه کړي دي.

د چارواکو په وينا په دغو پېښو کې د نيمه پوځيانو ۴۳ کارکوونکي وژل شوي او ۱۱۲ نور ټپيان شوي دي.

ورته مطالب