شمالي وزيرستان کې "اته اورپکي وژل شوي"

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پاکستان پوځ ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزيرستان کې د "اورپکو" پر وړاندې د ضرب عضب په نامه عمليات پيل کړي وو

د پاکستان پوځ ډيورنډ کرښې ته نژدې قبايلي سيمه، شمالي وزيرستان کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې يو شمېر "اورپکي" وژلي دي.

د پاکستان پوځ په دغو عملياتو کې لږ ترلږه د اتو "اورپکو" د وژلو ادعا کړې ده. د پوځ د مطبوعاتي څانګې په وينا جنګي الوتکو د شوال او دته خېل سيمو کې د وسله والو پر مرکزونو بريدونه کړي دي.

د پاکستان حکومتي سرچينو په وينا په دغو بريدونو کې د اتو "اورپکو" سربېره د دوی یو شمېر مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.

شوال د شمالي وزيرستان لرې پرته غرنۍ سيمه ده، چې د تېر کال له اګست مياشتې راهیسې په کې د پاکستان پوځ وسله والو اورپکو پر ضد ځمکني عمليات پیل کړي، چې هوايي ځواک يې هم ملاتړ کوي.

وړاندې هم د پاکستان جنګي الوتکو په دغه سيمه هوايي بريدونه کړي دي، چې په ترڅ کې يې د يو شمېر اورپکو د وژل کېدو ادعا کړې وه.

دوه اوونۍ وړاندې امريکايي ډرون الوتکو هم په شمالي وزيرستان کې بمبارۍ کړې وې، چې په ترڅ کې يې د څلورو اورپکو د وژل کېدو ادعا شوې وه. د پاکستان پوځ چارواکو ويلي وو، په دغه بريد کې د اورپکو دوه قومندانان هم وژل شوي وو.

د پاکستان پوځ ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزيرستان کې د "اورپکو" پر وړاندې د ضرب عضب په نامه عمليات پيل کړي وو، چې په وينا يي ډېره سيمه يې له وسله والو پاکه کړې ده.

د دغو عملیاتو له کبله په لکونو خلک بېځايه او د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ ايستل شوي وو، تېر کال د دغو بېځايه شويو کسانو د بېرته لېږد بهير پيل شوی خو اوس هم لوى شمېر خلک خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.

ورته مطالب