"د پښتونخوا ښوونځي بايد خپله د ښوونځيو امنيت باوري کړي"

خيبر پښتونخوا کې چارواکو د ايالت (صوبې) په سلگونه حکومتي او غير حکومتي ښوونځيو تور لگولى دى چې د امنيت په برخې کې يې شوې غوښتنې نه دي پوره کړې.

حکومت دا تور له هغې وروسته لگولى چې څو ورځې وړاندې پر باچاخان پوهنتون له بريد وروسته يو ځل بيا د امنيتي ادارو د امنيت په اړه اندېښنې راپورته شوې.

حکومت وايي چې په ٢٠١٤ کال کې د پېښور په ښوونځي ( ارمي پبلېک سکول) له بريد وروسته د ايالت له ټولو ښوونځيو غوښتل شوي وو، چې خپله د امنيت لپاره اړين گامونه واخلي او څارونکو کمرو لگولو په گډون د امنيت ساتونکو شمېر هم زيات کړي.

خو اوس دايالت د پوليسو يوه لوړپوړې چارواکې بې بې سې ته ويلي چې ايالت کې له ٦٤زره زياتو ښوونځيو څخه يې ٦٠٠ داسې دي چې په دې برخه کې يې کړې ژمنې نه دي پوره کړې.

خپله د ښوونځيو تنظيموونکي بيا وايي "په دې ډول گامونو ډېر لگښت راځي چې دوى يې د پوره کولو وړتيا نه لري".

د ايالتي مرکز پېښور پوليسو لوړ پوړي چارواکي عباس مجېد بې بې سې سره خبرو کې غوښتنه وکړه چې بايد د ښوونځيو چارواکي د امنيت په لړ کې کړې ژمنې پوره کړي.

ده په پرېکنده ډول په دې اړه څه ونه ويل، د ښوونځيو هغه تنظيمونکي چې دې برخه کې د حکومت غوښتنې نه پوره کوي د هغوي پر ضد به څه گام پورته کوي؟

ده وويل چې پوليسو د ښوونځېو شاو خوا ګزمې هم زياتې کړې دي .

ښاغلي مجيد وويل چې خيبر پښتونخوا کې په ټوليز ډول د پوليسو شمېر نژدې ۶۷۰۰۰ کسانو ته رسېږي، حال دا چې د ښوونځيو او نورو تعليمي ادارو شمېر هم ۶۴۰۰۰ ته رسېږي ، ځکه نو خپله پوليسو ته د ټولو ښوونځيو امنيت ساتل شوني نه دي.

بل خواد خيبر پښتونخوا والي يا ګورنر، سردار مهتاب احمد خان، د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د نورو ادارو د امنيت خوندي کولو لپاره د کوټلو گامونو اخيستو امرکړى دى.

تېره اوونۍ د خيبر پښتونخوا په چارسده ولسوالۍ کې د باچاخان پر پوهنتون له وسله وال برېد وروسته په ايالت کې د ښوونځيو او نورو تعليمي ادارو د امنيت په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

ورته مطالب