کوټه کې دوه پولیس په ډزو وژل شوي دي

د انځور حقوق BBC World Service

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د نامعلومه وسله والو په ډزو دوه پولیس سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

سیمه ییزو پولیسو ویلي، دا پېښه د پنجشنبې په شپه په سټلایټ ټاون کې رامنځته شوې ده.

پولیس وایي، څلورو پولیس په منګل روډ باندې پر موټر سایکل ګزمه کوله چې وسله والو په نښه کړل.

په ډزو کې دوه پولیس ځای پرځای ووژل شول او دوه نور چې سخت ټپیان وو، روغتون ته رسول شوي دي.

بریدکوونکي تر ډزو وروسته له سیمې پښې سپکې کړې.

له پېښې تر خبرېدو وروسته پولیس او د قانون پلې کوونکو نورو ادارو چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلي او په سیمه کې یې تلاشي شروع کړې ده.

تراوسه هېڅ یوې ډلې ددې برید مسوولیت نه دی منلی.

بلوچستان کې روانه میاشت پر پولیسو دا څلورم برید دی. په دغو بریدونو کې تراوسه ۱۹ پولیس وژل شوي او ډېر نور ژوبل شوي دي.