د خيبر پښتونخوا والي له خپلې دندې استعفا وکړه

Image caption سردار مهتاب احمد خان د پاکستان مسلم ليګ ګوند غړی دی

د خيبر پښتونخوا والي سردار مهتاب احمد خان عباسي له دندې د استعفا تر اعلان وروسته د پاکستان لومړي وزير نواز شريف ته په ليکلې بڼه خپله استعفا وړاندې کړې ده.

د بي بي سي خبريال رفعت الله اورکزی وايي د خيبر پښتونخوا والي سردار مهتاب احمد عباسي په يوه خبري ناسته کې له خپلې دندې د استعفا اعلان کړی دی.

لومړي وزير نواز شريف د ښاغلي عباسي د استعفا تر منلو وروسته د پاکستان ولسمشر ممنون حسين ته لېږلې ده.

سردار مهتاب خان عباسي د ۲۰۱۴ کال د اپرېل پر ۱۴ نېټه د خيبر پښتونخوا د والي په توګه لوړه کړې وه او پر دغه دنده ګومارل شوی و.

د مسلم ليګ نواز ګوند سره تړلي، سردار مهتاب عباسي په خپله ۳۰ کلنه سياسي دوره کې د يوه ايالت د والي او مشر وزیر په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

په ۲۰۰۸ کال کې کله چې د پاکستان پيپليز (خلکو) ګوند حکومت جوړ کړ، سردار مهتاب د اورګاډو وزیر ټاکل شوی و، خو د مسلم ليګ او پيپلز ګوند د اتحاد له ړنګېدو وروسته يې استعفا ورکړه.

اوس د خيبر پښتونخوا د نوي والي لپاره نومونه غوره شوي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې پرې کېدای شي پرېکړه وشي.

څو ورځې وړاندې مهتاب عباسي پارلماني سياست کې يو ځل بيا د پښې اېښودو هيله څرګنده کړې وه او نواز شريف ته يې د استعفا په اړه خبر ورکړی و، خو نواز شريف ار ته د دوام ورکولو ويلي و.

ورته مطالب