"د داعش ډله په پاکستان کې شته، ختمېدل يې وخت غواړي"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان ملکي استخباراتي ادارې مشر د مشرانو جرګې يوې کمېټې ته په وينا کې په لومړي ځل منلې چې د "اسلامی دولت" نومې ډله په پاکستان کې فعاله ده،خو وايي چې د دې ډلې پر ضد "کاميابو" عملياتو کې لاس ته راوړنې لري.

له دې وړاندې په حکومتي کچه په پاکستان کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې له شتون انکار کېده، خو د پنجاب ايالت د قانون وزير رانا ثناالله په وينا په پاکستان کې د دغې ډلې د ملاتړو لوی شمېر موجود دی.

د ملکي استخباراتي ادارې مشر،افتاب سلطان، وايي چې موږ بايد له اتو تر لسو کلونو پورې وېښ پاتې وو، ځکه چې د جنرال ضياالحق له دورې وروسته د دوو نسلونو ذهنونه اوښتي او اوس د دغو ذهنونو بدلېدل وخت غواړي.

د چهارشنبې په ورځ په پارلمان کې د رحمان ملک په مشرۍ د کورنيو چارو په اړه د سنا کمېټې ته د استخباراتي ادراې مشر افتاب سلطان وويل چې "يو شمېر مذهبي گوندونه د "اسلامي دولت" نومې ډلې د نظر او فکر ملاتړ کوي. نوموړي وويل چې پاکستاني طالبان د دغې ډلې ملاتړ کوي خو په افغانستان کې بيا داسې نه ده".

د دفاعي برخې شننونکي وايي چې "اسلامي دولت" ډله د ډيورنډ کرښې سره نژدې قبايلي سيمو کې خپل پښې نشي ټينګولی، ځکه چې له وړاندې هلته نورې اورپکې ډلې شته، خو په بلوچستان کې د دې ډلې د رامنځ ته کېد امکان شته ده.

Image caption اسلامي دولت نومې ډله د عربي نړۍ په ځينو هېوادونو کې فعاليت لري

د ملکي استخباراتو مشر ادعا وکړه چې "په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ ډېر فعال دی".

دی وايي ټولې اورپکې ډلې له يو بل سره اړيکي لري.

د نوموړي په وينا تېر يوه کال کې په پاکستان کې د ترهګرۍ ۱۴۱ پېښې شوې وې. په دغه موده کې د اورپکو له ۵۰۰ ډېرو بريدونو هڅې د امنيتي ځواکونو او استخباراتي شبکو په مرسته شنډې شوې وې.

دی وايي له ۵۰۰ زيات شکمن اورپکي نيول شوي دي.

د ملکي استخاراتو ادراې مشر وايي چې دوی په سند او خيبر پښتونخوا کې د پوليسو او د ترهګرۍ پر وړاندې يو ځای کامياب استخباراتي عمليات کړي دي.

ورته مطالب