م. م: بلوچستان او پښتونخوا کې ٪۸۲ افغان کډوال اوسېږي

پاکستان کې افغان کډوال د انځور حقوق AFP
Image caption د یو اېن اېچ سي آر د راپور له مخې، پاکستان کې ۱٫۶ میلیون ثبت شوي افغان کډوال اوسېږي.

د کډوالۍ په چارو د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري په یوه تازه راپور کې وايي، ۸۲ سلنه افغان کډوال د پاکستان خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې اوسېږي.

راپور کاږي، پنجاب کې ۱۱ سلنه افغان کډوال، سیند ایالت کې څلور سلنه او پلازمېنه اسلام آباد کې دوه سلنه او آزاد کشمیر کې یوازې سلنه افغان کډوال ژوند کوي.

۳۲ سلنه نور افغان کډ،ال د کډوالو په ۵۴ سیمو کې اوسېږي.

ډېری (۸۶ سلنه) افغان کډوال پښتانه دي، تاجکان پکې شپږ سلنه، ازبکان دوه سلنه او نور قوتونه شپږ سلنه دي.

د ملګرو ملتونو راپور وايي پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو منځ کې ماشومان او تر ۲۴ کلنو پورې زلمیان او ځوانان هم دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ملګرو ملتونو راپور وايي پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو منځ کې ماشومان او تر ۲۴ کلنو پورې زلمیان او ځوانان هم دي.

ویل کېږي چې پاکستان کې د افغان کډوالو ۶۸ سلنه په نیمه ښاري سیمو کې اوسېږي، چې د تېرو کلونو په اوږدو کې یې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو برخمن نه وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ چارو ادارې یوه چارواکي ويلي، پاکستان په تېرو درو لسیزو کې د هر بل ځای پرتله د افغان کډوالو کوربه توب کړی دی.

د یو اېن اېچ سي آر د راپور له مخې، پاکستان کې ۱٫۶ میلیون ثبت شوي افغان کډوال اوسېږي.

د تېر ۲۰۱۵ کال د اګست پر ۱۵ مه کابل کې د ملګرو ملتونو، افغانستان او پاکستان له درې اړخیزو خبرو وروسته پاکستاني رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي وو، چې ګواکې هلته د مېشتو افغان کډوالو د اوسیدو موده د دوو نورو کلونو لپاره غځول شوې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption ډېری (۸۶ سلنه) افغان کډوال پښتانه دي، تاجکان پکې شپږ سلنه، ازبکان دوه سلنه او نور قوتونه شپږ سلنه دي.

ورته مطالب