له بريد څو اوونۍ وروسته باچاخان پوهنتون بيا پرانيستل شو

د انځور حقوق EPA
Image caption د جنورۍ مياشتې پر ۲۰ نېټه "وسله والو اورپکو" د باچاخان پر پوهنتون بريد کړی و

د خيبر پښتونخوا په چارسده کې د باچاخان پوهنتون چارواکي وايي د اورپکو له بريد وروسته تړل شوی پوهنتون د دوشنبې په ورځ (۱۵ فبرورۍ) بيا پرانيستل شو.

د پوهنتون وياند سعيد خان خليل بي بي سي ته ويلي، چې "د پوهنتون امنيتي کمېټې د اړوندو چارو له څېړلو وروسته د پوهنتون د بيا پرانيستلو پرېکړه کړې ده".

نوموړي ویلي، پوهنتون کې د زده کړو له بيا پیلولو وروسته پر لومړۍ ورځ حاضري شاوخوا ۵۰ سلنه وه او ده هيله ښکاره کړې چې په راتلونکو څو ورځو کې به ټول زده کوونکي پوهنتون ته تګ بيا پیل کړي.

سعيد خان خليل وايي د طالبانو له بريد وروسته د امنيت د لا ښه کولو لپاره يې د دېوالونو جګول، د څارنې يو برج او ځيني نور تعميراتي کارونه پيل کړي دي.

نوموړی وايي، د پوهنتون د امنيت چارې يې د پخوا په پرتله اوس ډېرې ښې کړې دي او يو شمېر تقاعد شوي پوځيان يې د پوهنتون د امنيت ساتلو په برخه کې ګومارلي دي.

د باچاخان پوهنتون د وياند له مخې د پوهنتون د ودانۍ لپاره يې دوې امنیتي پوستې جوړې کړې دي او د امنیتي ساتونکو شمېر يې هم لوړ کړی دی.

د راون کال جنورۍ مياشتې پر ۲۰ نېټه "څلورو وسله والو اورپکو" د باچاخان پر پوهنتون بريد کړی و چې په ترڅ کې يې ۱۴ زده کوونکي، څلور کارکوونکي او زيات شمېر نور کسان ټپيان شوی وو. په وژل شويو کسانو کې يو د پوهنتون پروفيسر هم شامل و.

د دغه بريد پړه پاکستاني طالبانو د ادم خېلو درې او پښېور ډلې طالبانو پر غاړه اخيستې وه خو د پاکستاني طالبانو وياند دغه بريد نه و تاييد کړی.

له بريد څو ورځې وروسته د پاکستان پوځ ويلي وو، چې د دغې حملې يو مهم تنظيمونکي يې نيولی دی. دوی وړاندې هم په دغه پېښه کې د يو شمېر ښکېلو کسانو د نيولو دعوا کړې وه.

باچاخان پوهنتون په ۲۰۱۲ کال کې جوړ شوی و، له دې وړاندې دا د ولې خان پوهنتون يوه برخه وه.

ورته مطالب