"مومندو کې پنځه اورپکي وژل شوي دي"

د انځور حقوق AFP
Image caption په سيمه کې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ امنيتي کارکوونکي په دندو بوخت وي او د وسله والو شمېر له ۱۰ تر ۱۲ تنو و

پاکستاني چارواکي وايي، له ډيورنډ کرښې سره نژدې مومندو کې د امنيتي ځواکونو او "اورپکو تر منځ نښتو کې پنځه وسله وال وژل شوي دي".

د پاکستاني پوځ د رسنيو څانګې له خوا خپرې شوې خبرپاڼې له مخې په سيمه کې "اورپکي" ګرځېدل، کله چې امنيتي ځواکونو يې د درولو هڅه وکړه نو پر دوی يې ډزې پيل کړې.

د چارواکو په وينا، پوځ هم ځوابي ډزې کړې چې په ترڅ کې يې پنځه تنه وسله وال وژلي دي.

سرچينې وايي، په دغه سيمه کې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ امنيتي کارکوونکي په دندو بوخت وي او د وسله والو شمېر له ۱۰ تر ۱۲ تنو و.

بل خوا داسې هم ويل کېږي چې ځينې وسله وال په تېښته بريالي شوي چې اوس يې پوځ، په اړه د پلټنې عمليات پیل کړي دي.

له څه مودې راهيسې په مومندو کې امنيتي حالات خراب شوي. څو ورځې وړاندې نامعلومو وسله والو کسانو د مومندو په پنډيالي او دروازګۍ سيمو کې په دوو بېلابېلو پېښو کې نهه امنيتي ساتوونکي په ډزو وژلي وو.

د دغې پېښې پړه د پاکستاني طالبانو د یوې ډلې وياند احسان الله احسان پر غاړه اخيستې وه.

بل خوا د خيبر پښتونخوا په نوښار سيمه کې د دوو کسانو شکنجه شوي مړي موندل شوي، ويل کېږي داسې ښکاري چې دغه کسان په ډزو وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه جسدونه د نوښار او پېښور تر منځ د داود زي له ځنګل څخه ترلاسه شوي.

د نوښار پوليسو يوه کارکوونکي ويلي چې د دغو کسانو په اړه ورته له خبر رسېدلو وروسته سيمې ته لاړل او وايي دغه کسان د پېښور اوسېدونکي دي، چې عمرونه يې له ۲۲ تر ۳۵ کلونو ښکاري.

ورته مطالب