خيبر پښتونخوا کې د ګوزڼ نوې پېښې ثبت شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان حکومت د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد بېړنی حالت اعلان کړی دی

د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار او هنګو کې پر ګوزڼ (پوليو) ناروغۍ د دوو ماشومان د اخته کېدو پخلی شوی دی.

د دغو نويو ناروغانو سره روان کال په خيبر پښتونخوا کې د ګوزڼ درې او په ټول پاکستان کې پنځه پېښې ثبت شوې دي.

د بي بي سي خبريال غزيز الله خان په وينا، دغو دواړو ماشومانو کې چې د ګوزڼ ناروغي موندل شوې يو واکسين شوی او بل ته واکسين نه وو ورکړل شوي.

پېښور کې پر ګوزڼ اخته ماشوم عمر ۲۱ مياشتې ښودل شوی دی او د دغه ماشوم کورنۍ د واکسين له ورکولو څخه انکار کړی و.

په هنګو کې پر دغه ناروغۍ اخته ماشومې عمر اووه مياشتې ښودل شوی او ويل کېږي دغه ماشومه وړاندې واکسين شوې وه.

بل خوا څو ورځې وړاندې د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې هم د ګوزڼ يوه نوې پېښه ثبت شوې وه.

همدا ډول په کراچۍ کې داسې يوه نجلۍ چې نهه ځله ورته د پوليو ضد واکسين ورکړل شوي وو پر دغه ناروغۍ اخته شوې وه.

د پاکستان حکومت د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد بېړنی حالت اعلان کړی دی، حکومت په څلورو ايالتونو کې د دغې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د بېړنۍ مرستې مرکزونه هم جوړ کړي دي.

پاکستان کې څه موده وړاندې ۸۳ هغو سیمو کې د ګوزن ضد واکسین ماشومانو ته ورکړل شول، چې د دغې ناروغۍ د خطر کچه په کې لوړه بلله کېږي.

ورته مطالب