"مېرمنې بايد د حقونو تر لاسه کولو لپاره فعاله شي!"

د انځور حقوق Reuters

د پاکستان د ټولو وگړو له نيمايي مېرمنې دي، له همدې امله په ټولنه کې د هغوی رول او ونډه ډېره مهمه ده.

د بېلابېلو علتونه له امله د پښتونو په ټولنې کې د ښځو د حقونو مسله د پام وړ گرځېدلې ده. که څه هم په ۲۰۱٥ کال کې پښتنو ښځو په سياسي، اقتصادي، ټولنيزو، روغتيايي او نورو برخو كې مثبتې لاسته راوړنې درلودې، خو لا هم يې په مخې ډېرې ستونزې پرتې دي چې له منځه وړل يې زياتې هڅې غواړي.

د دې ستونزو په سر کې د زده کړې او تعليم خبره د ټولو په سر کې ده. تر کومه چې دا ستونزه نه وي هواره شوې، د مېرمنو ستونزې به د دې په ځاى چې کمې شي د هرې ورځې تېرېدو سره زياتېدى شي.

ناسم رواجونه:

د پښتني ټولنې وگړي نژدې غوڅ اکثريت مسلمانان دي. خو له بده مرغه د هغه دودونه چې په ټولنې کې موجود دي له امله يې مېرمنې د خپلو شرعي حقونو څخه هم بې برخې دي چې په دې کې په شرعي ميراث کې مېرمنو ته له برخې انکار په سر کې راځي.

دغه تاریخ تېرو، غیر اسلامي رواجونو له امله چې له دين او کلتور سره هېڅ تړاو نه لري، مېرمنې له زده کړې او کار څخه منع کېږي.

د يوې ټولنې يا هېواد له ٥٠ په سلو کې غیر فعال نفوس چې ښځې دي، هغوي ته فرصت برابره نشي او د ټولنې په چارو کې فعاله ونډه ورنه کړى شي، نه دا هېواد او نه هم ټولنه پرمختگ کولى شي.

زمونږ پښتانه نارينه، هغه سړي د نجونو د زده کړو کلک مخالف دي، بايد پر دې حقيقت ځانونه پوه کړي، چې زده کړه يواځې د دې لپاره نه ده چې مېرمنې به هرو مرو دندې ترسره کوي، بلکې تعليم رڼا ده، هغه مېرمنې چې زده کړې يې کړې دي د هغو په پرتله چې ښوونځي ته نه دي تللي د کورنۍ چارو کې او د خپلو بچيانو په روزنه کې فعال او ګټور رول لوبولی شي.

له بده مرغه په ټولنه کې د مېرمنو په مخ کې د پرتو ستونزو لست ډېر اوږد دى، په کم عمرۍ کې واده، په واده کې د هغوی د خوښې نه پوښتل، د نارينه وو له خوا د کړو کارونو سزا هغوی ته ورکول، په دې معنى که يو نارينه څوک ووژني بيا دښمنيو ته پاى ورکولو لپاره همدا مېرمنې د سورې په توگه ورکول کېږي.

د واده پر مهال د ځينو کورنېو له خوا د مېرمنو په سر د پېسو اخيستل، چې دا راتلونکې کې يوې ناوې لپاره ټول عمر لپاره د خپل خاوند په کور کې يو پيغور گرځي.

د پښتني مېرمنو يو بله ستونزه دا ده چې ځيني کورنۍ په ډېرو ستونزو او کړاونو سره په خپلو نجونو زده کړې وکړي، خو کله چې واده شي يواځې د څلورو ديوالونو شا ته ايسارې پاتې کېږي.

د حل لار:

د مېرمنو پر ضد تاو تريخوالي او د هغوي د حقونو پښو لاندې کېدو لوى علت دا دى چې په پاکستان کې په دې لړ کې ځانگړى قانون جوړونه نه ده شوې ، که په قانون کې د مېرمنو د حقونو په اړه کومې برخې يادې شوي هم وي هغه له دې امله اغېزمنې نه دي چې عملي کېږي نه.

د دې ستونزو د هواري بنسټيزه لاره دا ده چې لومړى بايد نارينه وو ته د ښځو د حقونو په اړه پوهاوى رامنځ ته شي، هغوي بايد پوه شي چې اسلام د نجونو د زده کړې مخالفت نه کوي، مذهبي مشران بايد نارينه له هغه حقونو خبر کړي چې مذهب ورکړي دي.

له حقونو باخبره شي ځکه چې دلته یې دوی واکدارن دي، چې له بده مرغه ډېرو ديني عالمانو په دې لړ کې خپل مسوليت نه دى ادا کړى. تر کومه چې حکومت پورې اړه لري هغوي بايد د مېرمنو اقتصادي پياوړتيا ته پام وکړي ترڅو چې له اقتصادي پلوه د هغوي ستونزې نه وي هوارې شوي د هغوي د حقونو وضعې ښۀ کېدو کې پرمختگ لرې ښکاري.

دغه راز خپله په مېرمنو هم دې لړ کې لوى مسوليت راځي، هغه مېرمنې چې د ښځو د حقونو په برخې کې کار کوي بايد له سمبوليکې بڼې څخه راووځي، او يو موټى د خپلو ستونزو حل ولټوي، ځکه هغه کسان چې خپله خپل حالت بدل نه کړي نور به کله هم دې ته غاړه کېنږدي چې د هغوي په حالت کې بدلون راولي.