د نايجريا تښتول شوى وگړى چارسدې کې وموندل شو

Image caption له تښتونکو د نايجيريا راخلاص شوى وگړى د خيبر پښتونخوا پوليسو سره ليدل کېږي

د ناېجرېا دا وگړى چې نوم يې يواځې چکوري ښودل شوى دى تېره اونۍ د پنجاب له راولپنډۍ څخه تښتول شوى و.

که څه هم تر دې دمه په خپلواکه توگه نه ده تايد شوې چې ددې تښتونې علت څه و خو ځينو سرچينو ددې علت د نايجريايي وگړي او تښتونکو ترمنځ د "نشه ايي توکو د قاچاق په سر اختلاف" ښودل شوى دى. پوليسو تردې دمه ددې تښتونې د علت په اړه څه نه دي ويلي.

نوموړى د خيبر پښتونخوا او پنجاب پوليسو د لټون شريکو عملياتو پر مهال نچارسدې کې وموندل شو. پوليس وايي لږ تر لږه دوه کسان ددې تښتونې په تور نيول شوي دي. دا کسان خپلو کې وروڼه بلل شوي دي.