خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې سېلابونو ۲۰ کسان وژلي

د انځور حقوق

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه خیبر پښتونخوا او ځینو قبایلي سیمو کې د ډېرو بارانونو او توپانونو له کبله لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

په دغو سیمو کې درې ورځې پرله پسې بارانونه شوي، چې تر اوسه یې د مرګ ژوبلې سربېره مالونه زیانونه هم اړولي دي.

تېره ورځ هم د پاکستان بلوچستان ایالت کې د سېلابونو راوتلو له کبله لږترلږه د ۱۷ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.

په قبایلي سیمو کې د طبیعي پېښو د مبارزې ادارې (ایف ډي اېم) مشر ډاکټر قاسم علي خان بي بي سي ته وویل، د اورکزیو ایجسنۍ کوزه کې د بارانونو له کبله سېلابونه راوتلي چې لږترلږه شپږ کارکوونکي پکې وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

وژل شوي کسان کان کیندونکي دي. د کان څښتن ویلي، د پنځو وژل شویو کارکوونکو مړي په شانګله الپوري ولسوالۍ کې د هغوی کورنیو ته لېږدول شوي او د یوه مړی اورکزیو ایجنسۍ ته وړل شوی دی.

سرچینه وايي، د دوو تري تم شویو کسانو لټون روان دی.

د طبیعي پېښو د مبارزې ادارې ویاند ویلي، خیبر ایجنسۍ، مومندو، او باجوړ ایجنسیو کې د سېلاب راوتلو بېلابېلو پېښو کې لږترلږه اته کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

په مردان، کرک او بنون کې هم بارانونو ګڼې سیمې زیانمنې کړې. ترڅنګ یې څلور کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

په ملکنډ کې هم بارانونو دوه کسان وژلي دي.

د قبایلي سیمو د هوا پېژندنې ادارې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې د سختو بارانونو ورېدو اټکل کړی دی.

ورته مطالب