د پاکستان سند کې زهرجنو شرابو ۲۶ کسان وژلي

Image caption پاکستان کې پر مسلمانانو د د شرابو خرڅلاو او څښلو بندیز لګول شوی، خو نامسلمان لږکي یې باید د پېرلو لپاره حکومتي جواز ولري.

د پاکستان سند ایالت پولیس وايي، ټنډو محمد خان ولسوالۍ کې ځینو کسانو زهرجن شراب څښلي، چې له کبله یې د دوو مېرمنو په ګډون لږترلږه ۲۶ کسان مړه شوي دي.

په سیمه کې یوه چارواکي خالد رستم واني بي بي سي ته ویلي، د شپې مهال د ټنډو محمد خان ولسوالۍ په کریم آباد سیمه کې ځینو کسانو بې کیفیته زهرجن شراب څښلي، چې له کبله یې لږترلږه ۳۰ بې هوښه شوي او روغتونونو ته وړل شوي دي.

له پېښې وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي او د دغو شرابو د چمتو کولو په تور یې دوه مشکوک کسان نیولي دي.

پولیس وايي، ددغو شرابو د خرڅلاو په اړه یې هم پلټنې پیل کړې دي.

پولیس وايي، ډېری مړه شوي هندوان لږکي دي، خو وايي مسلمانان هم پکې شته.

پاکستان کې پر مسلمانانو د د شرابو خرڅلاو او څښلو بندیز لګول شوی، خو نامسلمان لږکي یې باید د پېرلو لپاره حکومتي جواز ولري.

وړاندې هم سند ایالت کې د زهرجنو شرابو څښلو له کبله ځینې کسان مړه شوي. د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر کې حیدر آباد کې تر شلو ډېر کسان د خرابو شرابو څښلو له کبله مړه شوي وو.

او په کراچۍ کې بیا زهرجنو شرابو ۲۷ کسان وژلي وو.

Image caption پولیس وايي، ډېری مړه شوي هندوان لږکي دي، خو وايي مسلمانان هم پکې شته.

پاکستان کې یوازې نا مسلمانو وګړو ته د حکومت له خوا د شرابو د پېر او پلور اجازه ورکړل شوې ده.

ورته مطالب