بلوچستان کې د ملګرو ملتونو يو کارکوونکی تښتول شوی

د انځور حقوق EPA
Image caption پوليس وايي تراوسه لا نه ده روښانه چې دغه شخص چا او ولې تښتولی دی.

د پاکستان د بلوچستان ايالت د نوشکي له سيمې څخه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې (اېف اې او) يو کارکوونکی تښتول شوی دی.

د دغه ځای يوه مشر پوليس د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي، دغه کارکوونکي نوشکي ته روان و چې د ډګري کالج سره څېرمه نامعلومو وسله والو کسانو وتښتاوه.

د اېف اې او، کارکوونکي نوم شفيق اغا ښودل شوی دی، چې د ټولنې د پراختيا ادارې په برخه کې په دنده بوخت و.

پوليس وايي کله چې د دغه شخص موټر ډګري کالج ته نژدې شوی و، په بل موټر کې سپرو وسله والو کسانو شفيق اغا له موټر څخه کوز کړی او يوه نامعلوم ځای ته يې ولېږدولی دی.

تراوسه نه ده روښانه چې دغه کس چا او ولې تښتولی، او تراوسه کومې ډلې هم د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

نوشکی د بلوچستان د مرکز کوټې ښار په لوېديځ کې په ۱۲۰ کيلومتره واټن پرته سيمه ده چې شمالي برخه يې له ډيورنډ کرښې سره نښلي.

ورته مطالب