'پاناما لیکس' او د نواز شریف د زامنو د کاروبار ډاګیزه شوي اسناد

 نواز شریف د انځور حقوق AFP
Image caption لومړي وزیر نواز شریف د سې شنبې په ورځ د پاکستان پر تلوېزیون وویل، او د پاناما ډاګیزو شوو اسنادو ته یې له نغوتې (اشارې) پرته وویل، ګني دی په لومړي ځل د خپلو شخصي چارو په اړه ولس خبروي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف له پاناما نه په ډاګیزه شویو اسنادو کې دده د زامنو او لور د نومونو له خپرېدو وروسته ددې موضوع د څېړنې لپاره د یوه قضايي کمیسیون د جوړولو امر کړی دی. نوموړي ویلي، ددغه کمیسیون مشري به یو تقاعد شوی قاضي کوي او په دې اړه به بشپړې پلټنې کوي.

د ډاګیزه شوو اسنادو کې ادعا شوې چې د ښاغلي شریف دوو زامنو (حسن نواز او حسین نواز) او یوې لور مریم نواز له هېواده بهر د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت خپلې شمتنۍ پټې ساتلې.

خو د هغه کورنۍ ټینګار کوي چې کوم ناقانونه کار یې نه دی کړی.

د پاناما په دغو اسنادو کې د پاکستان د ځینو نورو وګړو نومونه هم راغلي دي.

لومړي وزیر نواز شریف د سې شنبې په ورځ د پاکستان پر تلوېزیون وویل، او د پاناما ډاګیزو شوو اسنادو ته یې له نغوتې (اشارې) پرته وویل، ګني دی په لومړي ځل د خپلو شخصي چارو په اړه ولس خبروي.

د پاناما اسناد په ډاګه کوي، چې د ښاغلي شریف درې اولادونه د بهرنیو شرکتونو له لارې په لندن کې کاروبار مخته بیايي.

د انځور حقوق
Image caption د نړۍ ځینو مشرانو په تړاو میلیونونه حقوقي او مالي سندونه افشا شوي

لومړني وزیر نواز شریف د پاکستان پر ځواني لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو تور ولګاوه، چې په ۱۹۷۲ یې لاهور کې د دوی پر یوه کارخانه برید وکړ او د دوی د کلونو خواري او شتمني یې په اوبو لاهو کړه.

ښاغلي شریف زیاته کړه، پلار یې له زغمه کار واخیست او په یونیم کال یې یې بېرته شپږ کارخانې جوړې کړي.

نواز شریف وویل، پلار یې له پاکستان نه د شړل کېدو پرمهال د سعودي عربستان په جده ښار کې یوه فابریکه جوړه کړه او بیا وروسته یې خرڅه کړه، او په پیسو یې د نواز شریف زامنو سوداګریز کاروبار پیل کړی.

د نواز شریف د اولاد د شتمنیو په تړاو ادعا شوی راپور وروسته تر هغه په ډاګه شو، چې څو ورځې وړاندې، د یوه پانامایي شرکت موساک فونسکا (Mossack Fonseca) چې د نړۍ یو له محرمو شرکتونو دی، ۱۱ میلیونه سندونه افشا شول.

ددې سندونو شمېر د 'ویکيلیکس' افشاګرې وېبپاڼې او 'اډوارډ سنوډن' لخوا د خپرو شویو اسنادو په پرتله ډېر دی.

د نړۍ يو شمېر مشرانو غبرګونونه

د انځور حقوق RIA Novosti
Image caption روسيه وايي په دغو اسنادو کوم تازه معلومات نشته

د روسيې د ولسمشر وياند پسکوف ويلي د "پاناما" په نامه اسنادو کې کوم تازه معلومات نشته، په ځانګړي توګه د ښاغلي پوتين په اړه څه نه وايي او د دغو اسنادو د خپرېدو موخه په ټاکنو کې د ولاديمیر پوتنين کمزوري کول ښيي.

د کرملين د ماڼۍ وياند د امريکا د اطلاعاتو ادراې د دغو اسنادو په خپرولو تورنې کړې دي او ويلي يې دي، چې کرميلين يو شمېر خبريالان چې په دې اړه يې څېړنه کوله پېژني دوي د امريکا د استخاراتو ادارې، بهرنيو چارو وزارت او نورو اداروړ غړي وو.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند د دغو اسنادو د خپرېدو هرکلی کړی او دا يې د هغو کسانو په اړه چې له ماليې تښتي د پلټنې لپاره ښه ګام بللی دی.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير فېلېپ هامونډ ويلي د مۍ په مياشت کې د فساد پر وړاند کنفرانس جوړېږي او د دغو اسنادو په اړه به خبرې وشي.

ورته مطالب