بلوڅ بېلتونپاله مشر عبدالنبي بنګلزی "ژوندی دى"

Image caption عبدالنبي بنگلزي حکومت دا ادعا بي بي سي ته رالېږلې ويدو کې رد کړي دي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوه بلوڅ بېلتونپاله مشر، عبدالنبي بنګلزي لخوا بي بي سي ته په يوې رالېږل شوې وېډيو کې ويل شوي "ژوندی او روغ رمټ دی".

د ددغه ایالت چارواکو د روانې ميلادي مياشتې پر نهمه نېټه په يوه خبري غونډه کې د عبدالنبي بنګلزی د بېلتونپالې وسله والې ډلې، د بلوڅانو د خپلواکۍ پوځ (بي ايل اى)، يو مهم قومندان بللى و، چې په خبره يې په عملياتو کې يې وژلی دی.

چارواکو ادعا کړې وه، چې له ده سره يې ۳۳ نور وسله وال هم وژلي دي، خو د عبدالنبي بنګلزي لخوا بیا د بي بي سي اسلام اباد دفتر ته يوه ويډيو رالېږل شوې، چې پکې نوموړی په بلوڅي ژبه خبرې کوي او وايي ؛ "تاسو ما اورئ، موږ ټول روغ جوړ یو، زه خبرې کوم، چې د حکومت درواغ ښکاره شي".

خو دا ویډیو په خپلواکه توگه نه ده تايید شوې.

عبدالنبي بنګلزي په دې وېډيو کې زیاته کړې چې د پاکستان "حکومت په رښتيا هم په څلور ورځنيو عملياتو کې کسان وژلي وو، خو په خبره يې هغه ټول وژل شوي کوچیان وو، چې بې ګناه وو او له سرمچارانو (بلوڅان د پاکستان پرضد جنګېدونکو وسلوالو ته سرمچار وايي)، سره يې هیڅ اړه نه درلود".

سرفراز بګټی چې د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر دی، د اپرېل په نهمه د ښاغلي بنگلزي د وژلو ادعا کړې وه. کله چې بي بي سي له نوموړي څخه ددې ويډيو په هکله وپوښتل هغۀ وویل"د وسلوالو پر کوم کمپ چې دوی برید کړی و، په هغه کې د عبدالنبي بنګلزي د شتون خبر و".

د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي په همدې خبري غونډه کې همدا تور هم پورې کړی وو، چې "د افغانستان د ملي امنيت ریاست د بلوڅو بېلتون پالو مرسته کوي او دوی ته وسلې ورکوي."

خو په کابل کې د جمهورييس مرستیال ویاند دواخان مینه پال بیا بي بي سي ته نه یوازې دا تورونه بې بنسټه وبلل، بلکې زیاته يې کړه، پاکستان غواړي په داسې "پروپاګند" سره په افغانستان کې خپله لاسوهنه پټه کړي.

مینه پال وویل، "افغانستان هیڅ داسې پالیسي نه لري، چې خپله خاوره دي د خپلو ګاونډيو پر ضد وکاروي".

مينه پال په دې وروستيو کې د پاکستاني چارواکو لخوا په چمن سیمه کې د ملي امنيت ریاست د کارکوونکي نیول هم پوچ تبليغات یاد کړل، چې په خبره يې د ملي امنيت ریاست هيڅ یو کارکوونکی هیڅ اړتیا نه لري، چې پاکستان ته لاړ شي.