د مردان حکومتي دفتر کې 'ځانمرګی' برید شوی

د خيبر پښتونخوا په مردان ولسوالۍ کې د يوې حکومتي ودانۍ د ننه چاودنې کې یو تن وژل شوی او تر لسو ډېر نور ټپیان شوي دي.

د مردان د پولېسو لوړ پوړي چارواکي فيصل شهزاد بي بي سي سره په خبرو کې پخلى کړى چې دا ېو ځانمرګى بريد و. له بريدگر پرته بل څوک په حملې کې نه دى وژل شوى.

پېښور کې زموږ خبریال رحمن الله پخپل راپور کې کاږي، ښاغلی شهزاد زیاتوي، چې بريد کونکي د ګاډو د راجسټر کونکې ادارې ېا اېکساېز اېنډ ټېکسېشن دفتر د کمپوټر په کوټه کې ځان الوزولى.

ښاغلي شهزاد زېاته کړه بريد کونکي لومړى ډزې پېل کړې او د دفترته په داخلېدو يې ځان سره چاودېدونکي توکي والوزل.

دى وايي چې په برېد کې د اتو نه تر لس کلو ګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي و..

د بريد سم لاسي وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلابند کړه. د موټرونو د ثبتولو دا دفتر د شناختې کارډون يا پېژند پاڼو جوړولو دفتر سره نژدې دى.

په مردان کې د ژغورنې ادارې يو چارواکي ويلي چې په چاودنه کې ١٨ تنه ټپي شوي چې په دغو کې دوه حکومتي کاروکوونکي او يو خبريال دى. د مردان د روغتون چارواکى وايي چې د دوه تنو حالت د اندېښنې وړ دی.

د حکومت تر بنديز لاندې راغلي تنظيم جماعت الاحرار ډلې د ننني ځانمرګي بريد پړه منلې ده.

د پېژندپاڼو په دفتر کې د تېر کال د دسمبر په مېاشت کې ځانمرګي برېد له ٢٠ ډېر کسان وژلي او لسگونه نور يې ژوبل کړي وو.

ورته مطالب