پښتونخوا کې مالي ستونزو د افغان زده کوونکو شمېر ۵۰٪ کم کړی

Image caption بې وزلي، د درسې کتابونو او مسلکي ښوونکو نشتوالی بيا نورې هغه ستونزې دي چې د افغان زده کوونکو د تعليم بهير ورسره ټکنی شوی دی.

د ملګرو ملتونو او ځینو نورو نړیوالو ادارو لخوا د افغان کډوالو د تعليم لپاره د مالي مرستې د کمولو له کبله د خیبر پښتونخوا په ښونځیو کې د افغان زده کوونکو شمېر پنځوس سلنه کم شوی دی.

بې وزلي، د درسې کتابونو او مسلکي ښوونکو نشتوالی بيا نورې هغه ستونزې دي چې د افغان زده کوونکو د تعليم بهير ورسره ټکنی شوی دی.

د غربت له کبله د ماشومانو ډېری مور او پلار نه شي کولی خپل ماشومان ښونځیو ته ولېږي. پاکستاني ښوونځیو کې د بېلابېلو لاملونو له کبله افغان زده کوونکو ته داخله نه ورکول کېږي، ځکه نو ډېری افغان زده کوونکي د افغانانو له خوا جوړو شویو ښوونځیو کې زده کړې کوي.

په نړیوالو ادارو کې د افغان کډوالو د زده کړو لپاره مالي مرستې ډېرې کمې شوې، چې ورسره هر کال په ښوونځیو کې د افغان زده کوونکو شمېر له ۲۰ تر ۳۰ سلنې په کمېدو وي.

د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د افغان ښونځیو مشر امان الله نصرت بي بي سي ته وويل، زیاتره زده کوونکي د خپل مکتب خرڅ پوره کولو لپاره په بازارنو کې توکي خرڅوي. هغه وویل د راجسټرېشن کارټونو د ستونزې له کبله هم د ګڼ شمېر زده کوونکو زده کړې اغېزمنې شوې دي.

ښاغلي نصرت له نړیوالو ادارو وغوښتل چې د افغان زده کوونکو د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.

حکومت له ښوونځیو مالیه غواړي

محمد رحيم احمدي په مرکزي ښار پېښور کې د افغانانو د يوه ښوونځي مشر دی. دی وايي، تېرکال ورسره په ښوونځي کې د زده کوونکو شمېر ۶۰۰ و چې په روان کال کې دغه شمېر ۴۸۵ ته راټیټ شوی.

هغه وویل حکومت اوس له ښوونځیو مالیه هم غواړي، چې دې هم ښوونځیو او زده کوونکو ته لویه ستونزه جوړه کړې ده.

Image caption په نړیوالو ادارو کې د افغان کډوالو د زده کړو لپاره مالي مرستې ډېرې کمې شوې، چې ورسره هر کال په ښوونځیو کې د افغان زده کوونکو شمېر له ۲۰ تر ۳۰ سلنې په کمېدو وي.

دا خیبر پښتونخوا نوښار ولسوالۍ په اکوړه خټک کې د افغان ځوانانو د خدماتي ټولنې مشر خیر محمد خيرخواه بي بي سي ته وويل، د پاکستاني ښوونځیو په پرتله د افغان مکتبونو معیار ښه نه دی. نوموړي د پاکستان له حکومت نه وغوښتل چې د افغان کډوالو ماشومانو ته په خپلو سکولونو کې داخلې ورکړي.

په مرکزي ښار کې د افغان د تعليم اتاشې احسان الله بي بي سي ته وویل دوی د افغان ښوونځیو ټولې ستونزې د خیبر پښتونخوا مشر وزیر پروېز خټک او نورو اړوندو چارواکو ته رسولې خو تر اوسه پاکستاني چارواکو ددغو ستونزو د حل لپاره کوم کوټلی ګام نه دی پورته کړی.

هغه د افغانستان د کډوالو چارو له وزیر وغوښتل چې د پاکستان له حکومت سره د افغان ښوونځیو د مسلې په اړه وغږېږي.

Image caption د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د افغان ښونځیو مشر امان الله نصرت بي بي سي ته وويل، زیاتره زده کوونکي د خپل مکتب خرڅ پوره کولو لپاره په بازارنو کې توکي خرڅوي.

ورته مطالب