قبايلو کې د ښوونکو احتجاج له ميليون زياتو ماشومانو زده کړه اغېزمنه کړې

د قبايلي سیمو له يو ميليون زيات زده کوونکي له تېرو دوو اوونیو راهیسې له زده کړو بې برخې دي، ځکه چې ښوونکو يې په احتجاج لاس پورې کړی او له همدې امله د قبایلو په زرګونو ښوونځي هم تړل شوي دي.

دغه احتجاج کوونکي ښوونکي وايي، دوی قبایل د ژوند د نورو اسانتیاو په څېر په تعليمي ډګر کې هم تر نورو سیمو وروسته دي.

په سلګونو ښوونکو نن چارشنبه (۴ مې) په څوارلسمه ورځ هم د خپلو حقونو لپاره احتجاج ته دوام ورکړى دى.

دوى نن يو ځل بيا د اسلام اباد مطبوعاتي کلب(پرېس کلب) مخې ته د خپلو غوښتنو په حق کې شعارونه ورکړل.

د ښوونکو ددې احتجاج له امله د قبایلي سیمو شاوخوا یو نیم میليونه ماشومان له ښوونځيو بې برخې شوي او ښوونځيو ته يې کولپونه لګېدلي دي.

مرجان علي مومند چې د مومندو يو ښوونکی دی، د ښوونکو د احتجاج په اړه يې بي بي سي ته وویل، "حکومت په پښتونخوا ایالت کې د ښوونکو رتبې ورجګې کړې دي، موږ ته هم وايي، همداسې رتبې ستاسو حق دی، خو د بوديجې د نشتوالي له امله يې درکولای نه شو".

د دغو ښوونکو په خبره د پاکستان واکمن نه غواړي، چې د دوی ماشومان دې له زده کړو برخمن شي، ځکه نو د دوی په خبره يې ستونزې نه هواروي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د قبایلو ښوونکي احتجاج کوي او په زرګونو ښوونځي يې تړل کېږي، بلکې له ننه څلور مياشتې وړاندې هم دوی د همدې غوښتنو لپاره لاريون کړی و، چې په هغه وخت کې يې بیا د پاکستان د واکمنو لخوا د هغوي د ستونزو د هوارولو په ډاډ ختم کړى و.

خو دا ښوونکي وايي، هغه ژمنې چې ورسره شوې، لاهم پلې شوې نه دي.

قاري ګل سعید بیا د باجوړ ښوونکی دی. ګل سعید له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دا ځل هم یاد وزیر ورسره یو وارې بیا همغه ژمنه تکرار کړه، خو دی وايي، "تر هغه به يې همدا احتجاج دوام ولري، تر څو چې يې ستونزه په همدې ميدان هواره شوې نه وي".

د قبایلو د دې ښوونکو په خبره له دوی سره د ژوند د نورو اسانتیاو په څير په تعليمي ډګر کې زیاتی کېږي او هغه څه چې د نورو برخو ښوونکو ته ورکړل شوي، قبایلي ښوونکي ورڅخه بې برخې دي.

ورته مطالب