ایبټ اباد کې قومي مشرانو د نجلۍ د وژلو امر کړی

د انځور حقوق

پاکستاني پولیس د خیبر پښتونخوا ایبټ اباد په یوه کلي کې مشران د یوې نجلۍ د وژلو په امر تورنوي، ‌ځکه چې هغې د ښوونځي د یوې ملګرې له تښتول کېدو سره مرسته کړې وه.‌

پولیس وايي ۱۶ کلنه نجلۍ ایبټ‌ اباد ته څېرمه له خپل کور نه نژدې تښتول شوې وه او بیا یې موټر ته اور اچول شوی و.

د دغې نجلۍ ځینې ګرافیکي انځورونه په خواله رسنیو لاس په لاس شوي او شریک شوي دي.

پولیس وايي د قرباني شوې نجلۍ مور شمیم او د سیمه ییزې شورا (جرګې)‌ یو مشر پرویز د ګڼو نیول شویو کسانو په ډله کې دي.

د پاکستان (ډان) ورځپاڼې ویلي، نجلۍ له تښتول کېدا وروسته کشول شوې او بیا وژل شوې،‌ له وژل کېدو وروسته د موټر په شاتني سیټ کې اچول شوې او بیا پیټرول پرې پاشل شوي او اور ورته شوی دی.‌

ځینو نورو رسنیو ویلي، قرباني شوې نجلۍ تر هغو پورې ژوندۍ وه چې موټر ته اور نه و اچول شوی.

د پت وژنې

هغو سیمه ییزو چارواکو ـ چې د قرباني شوې نجلۍ مړی یې لېږدولی ـ‌ ویلي ''موږ هغه ځای ته ولاړو چې د نجلۍ مړی مو پکې وموند،‌ هلته درې موټر څنګ په څنګ ولاړ وو،‌ او ټول سوځېدلي وو.‌ په یوه کې یې موږ یوه جسد وموند.‌ موږ یې جسد ونه پېژانده.‌ خو په یوه لاس کې یې موږ بنګړي ولیدل او راته جوته شوه چې ښځه ده''.

پولیس وايي، د قضیې په تړاو دیارلس کسان نیول شوي.

خبریالان وايي، پاکستان کې د پت په نامه وژنې یوی لوی سرخوږی ګرځېدلی،‌ چې د ډېری پېښو په اړه یې راپور نه ورکول کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستاني مېرمنې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي مبارزه کوي

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په یوه راپور کې راغلي تېر کال، پاکستان کې د پت په نامه نژدې ۱۱۰۰ ښځې د خپلوانو له خوا وژل شوې چې وايي د دوی کورنیو ته یې پېغور جوړ کړی و.

په تېره فبرورۍ میاشت کې،‌ د هېواد تر ټولو لوی ایالت پنجاب کې د ښځو پروړاندې د یو قانون تصویب شو، چې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی پکې جرم وګڼل شو.

خيبر پښتونخوا کې د پت په نامه وژلو پېښې د ۲۰۱۳ کال په پرتله، ۲۰۱۴ کال کې زياتې شوې وې.

په ۲۰۱۳ کال کې په دې ولایت کې د پت په نامه ۴۷ تنه وژل شوي وو، چې په ۲۰۱۴ کال کې دغې شمېرې ۷۸ ته ختلې وې.

Image caption په راپور کې راغلي، تېر کال د پت په نامه جرمونو کې ۸۸ سړي هم قرباني شوي.

ورته مطالب