د قبایلي سیمو ښوونکو د احتجاج لړۍ نوره وغځېده

د انځور حقوق Getty
Image caption د قبايلي سيمو ښوونکو په معاشونو کې د ډېروالي او د ترفیع غوښتنو لړ کې د احتجاج لړۍ اوس قبايلي سېمو ته غځولې

د قبايلي سيمو ښوونکو په معاشونو کې د ډېروالي او د ترفیع غوښتنو لړ کې د احتجاج لړۍ اوس قبايلي سېمو ته غځولې.

قبايلي سيمه مومند ايجنسۍ کې سلګونو ښوونکو نژدې د دوو ساعتو لپاره د پېښور او باجوړ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې وه.

ښوونکو له حکومته غوښتل، چې باید د هېواد نورو ښوونکو په څېر ورته د وظیفوي پرمختګ زمینه برابره شي او معاشونه یې زیات کړل شي.

مظاهره کونکو په لاسونو کې لوحې نېولې وې چې د خپلو غوښتنو په حق کې او د حکومت د پالېسۍ خلاف شعارونه پرې لیکل شوي وو.

د ښوونکو په مظاهره کې د پيپلزاو عوامې نيشنل ګوندونو ځايي مشرانو او کارکونکو هم ګډون درلود.

دغه راز لومړی ځل د ښوونکو په مظاهره کې عادي وګړو هم ګډون کړی و.

د مومندو د قبايلي سيمې یو ځایي خبريال مسلم خان مومند د ښوونکو د احتجاج په اړه بې بې سې ته ووېل''د زده کونکو کورنیو له حکومته وغوښتل چې مخکې د تاوتریخوالي له کبله ښوونځي ویجاړ شول او د ماشومانو وخت ضایع شو او اوس د ښونکو کاربندیز او احتجاج دی، چې له کبله یې د ماشومانو وخت ضایع کېږي. د زده کونکو خپلوانو له حکومته وغوښتل چې د ښوونکو ستونزې حل کړي چې د دوی د ماشومانو نور وخت ضایع نه شي.''

بلخوا د ښوونکو د اتحادیو مشرانو په پلازمېنه اسلام اباد کې له لوړ پوړو حکومتې چاراوکو سره د خپلو غوښتنو په لړ کې کتلي، خو تراوسه د دغوغونډو کومه پايله مخې ته نه ده راغلې.

د قبايلي سيمو ښوونکو له تېرو څو ورځو راهیسې په پلازمنېه اسلام اباد کې احتجاجې ناستې پېل کړې. د ښوونکو د احتجاج له کبله په قباېيلي سېمو کې ښونځي تړل شوي، چې ورسره د ماشومانو زده کړې سختې اغیزمنې شوې.