علي ګيلاني له کابله لاهور ته ورسېد

د انځور حقوق EPA
Image caption علي حيدر ګېلاني په يوه خصوصي الوتکه کې لاهور ته راوړل شوی، چې د لاهور په هوايي ډګر يې د کورنيو غړيو او په زرګونو پلویانو هرکلی وکړ.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني تښوول شوی زوی علي حيدر ګيلاني نن چارشنبه غرمه مهال لاهور ته راورسېد، چې په ډولونو او سورڼیو يې هرکلی وشو.

علي حيدرګېلاني پرون سه شنبه د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې د افغان او امريکايي ځواکونو په ګډو عملياتو کې ژغورل شوی وو. نوموړی درې کاله وړاندې له ملتان سیمې څخه ناپېژاندو وسله والو تښتوولی وو.

علي حيدر ګېلاني په يوه خصوصي الوتکه کې لاهور ته راوړل شوی، چې د لاهور په هوايي ډګر يې د کورنيو غړيو او په زرګونو پلویانو هرکلی وکړ.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خبره علي حیدر ګيلاني نن چارشنبه سهار لس بجې په کابل کې د اسلام اباد سفیر ابرار حسین ته سپارل شوی، چې تر هغه وروسته د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف په امر يوه خصوصي الوتکه کابل ته تللې او نوموړی يې کور ته راوړ.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ګیلاني ټیک درې کاله تري تم شوی و
د انځور حقوق epa

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خبره په دغې الوتکه کې له پاکستان څخه دده ورور قاسم ګيلاني هم دده مخې ته ورغلی وو.

د علي حيدر ګېلاني پلار یوسف رضا ګېلاني په اسلام اباد کې د بي بي سي له خبریالې نوشین عباس سره په خبرو کې وویل، کله چې د علي حیدر د راخوشي کېدو زېری ورباندې وشو، نو له کورنۍ لرې وو او اوس هم په اسلام اباد کې دی، چې د علي حیدرګېلاني تر رارسېدو وروسته به هلته ورسېږي.

د یوسف رضا ګېلاني په خبره داسې ښکاري، لکه چې علي حیدر ګېلاني دده هرکلي ته راځي.

Image caption په ډولونو او سورڼو لاهور کې د علي رضا ګیلاني هرکلی وشو

یوسف رضاګېلاني په دې خبرو کې زیاته کړه، دا درې کاله چې زوی يې تری تم وو، ده به هڅه کوله، چې خپل ځان بوخت وساتي او داسې يې وخت تېراوه.

هلته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغان او امريکايي ځواکونو د هڅو ستاينه کړې، چې ددوی په عملياتو کې علي حيدر ګېلاني روغ رمټ راخوشی شو. یاد وزارت زیاتوي، دوی هیله من دي، چې همداسې به دواړه هیوادوه په ګډه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره ګډې هڅې وکړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغان او امريکايي ځواکونو د هڅو ستاينه کړې، چې ددوی په عملياتو کې علي حيدر ګېلاني روغ رمټ راخوشی شو.

باید وویل شي، چې علي حيدر ګېلاني روان عیسوي کال دوم نومیالی پاکستانی دی، چې د تښتوونکو له منګولو راخوشی کېږي.

تردې وړاندې د پنجاب د پخواني والي سلمان تاثیر زوی شهبازتاثیر زوی تر پنځه کاله تری تم کېدو وروسته په مارچ مياشت کې راخوشی شو.

ورته مطالب