پاکستان کې د 'پت' په نامه درې نورې ښځې وژل شوې

Image caption پاکستاني مېرمنې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي مبارزه کوي

د پاکستاني پنجاب ایالت فیصل اباد سیمه کې چارواکي وايي، درې مېرمنې په مشکوک ډول د 'پت' په نامه وژل شوې دي.

د سیمې د پولیسو په خبره دا درې مېرمنې د چارشنبې په سهار د فیصل اباد د بلوچني پولیسو تاڼې په سیمه کې وژل شوې دي.

د یادې سیمې د پولیسو ویاند عامر وحيد بي بي سي ته ویلي، د فیصل اباد په چک ۹۲ کې دا درې مېرمنې چې سره خپلوانې هم دي، د کورنيو لخوا وژل شوې دي.

عامر زیاتوي، له لومړنيو پلټنو داسې ښکاري، چې دا مېرمنې د پت په نامه وژل شوې دي. ځکه چې تردې پېښې وروسته ددوی د کورنيو نارینه غړي تښتېدلي دي، خو دوی يې په لټه کې دي او رپوټ يې ثبت کړی دی.

پاکستان کې تر دې پېښې څو ورځې وړاندې په ایبټ اباد سیمه کې د نهم ټولګي يوه زده کوونکې هم د پت په نامه وژل شوې وه.

يوې جرګې په ګډه پرېکړه کړې وه، چې تر هغه وروسته يې دا زده کوونکې چې عنبرين نومېده، په دې تور ژوندۍ سوځلې او وژلې وه، چې له يوې خوندکۍ سره يې د خوښې په واده کولو کې مرسته کړې وه.

په دې وروستيو کې په پاکستان کې د بشري حقونو سازمان په يوه راپور کې ویلي وو، په دغه هیواد کې د پت په نامه يوازې په تېر يوه کال کې ۱۱۰۰ مېرمنې او ۸۸ نارينه په همدې تور وژل شوي وو.

د همدې سازمان په خبره په تېر ۲۰۱۵ عیسوي کال کې په پاکستان کې د ۸۳۳ مېرمنو د تښتوول کېدو راپورونه ثبت شوي وو، چې په خبره يې ددغو دوسیو تر څېړلو وروسته ډېر لږ بیا ګناکارو ته سزاوې ورکول کېږي.

ورته مطالب