د قبایلي سیمې مومند ایجنسۍ ښوونکو احتجاج پای ته ورسید

د انځور حقوق

د پاکستان د قبايلي سېمې مومند اېجنسۍ ښوونکو د حکومت لخوا د دوی د غوښتنو په منلو خوښي څرګنده کړې.

خو ښوونکي وايي د قبايلي سېمو د ښوونې او روزنې ستونزه ېوازې د ښونکو معاشونه لوړول یا د هغوی وظیفوي پرمختګ نه دی، بلکې نورې هم ډېرې ستونزې دي چې ورسره د قبايلي سیمو تعلیمي نظام مخامخ دی.

د مومند ایجنسۍ ښوونکو اتحادیې مشر رحیم داد وايي، حکومت د دوی د معاشونو لوړولو امر کړی او دغه راز یې د دوی وظیفوي پرمختګ اعلان هم کړی دی.

هغه وايي که حکومت غواړي چې په قبایلي سیمو کې د پوهنې بهیر نور ګړندی شي، باید دوی سره د نصابي کتابونو په چمتو کولو کې هم مشوره وشي.

د نوموړي په خبره د ښوونکو احتجاج پای ته رسېدو سره د سیمې ښوونځي پرانیستل شوي او ماشومانو لیک لوست پکې پیل کړی دی.

بل لور ته یو شمېر ښوونکي وايي حکومت د معاشونو ډېرولو اعلان کړی، خو تر اوسه دغه پرېکړه عملي شوې نه ده. د مومند ایجنسۍ یوه ښوونکي مرجان علي بي بي سي ته وویل، دوی انتظار کوي، چې حکومت خپله ژمنه عملي کړي او وايي که دغه چاره و نه شي، دوی به بېرته احتجاج پیل کړي.

د قبایلي سیمې ښوونکو دوې اونۍ مخکې د خپلو معاشونو ډېرېدو غوښتنې لړ کې پلازمېنه اسلام اباد کې احتجاجي ناسته کړې وه. د ښوونکو د دغه احتجاج له کبله په قبایلي سیمو کې د زده کړو بهیر اغیزمن شوی و.