امریکا له پاکستان سره د پوځي مرستې شرطونه لا سخت کړي

د انځور حقوق

د امریکا کانګرس د راتلونکي کال لپاره د پوځي لګښت تګلاره کې د پاکستان لپاره پوځي مرسته کې خپل شرطونه نور هم سخت کړي. لومړی یې پاکستان ته د جنګي الوتکو ورکړه وځنډوله، بیا یې ۴۵۰ میلیون ډالر مرسته له حقاني شبکې سره پر مبارزې پورې مشروطه کړه.

لومړی د جنګي الوتکو ځڼدول و او اوس د ۴۵۰ ملېونو ډالرو مرسته د حقاني شبکې پرضد له ګام اخیستو سره تړل دي چې د پاکستان او امریکا ترمنځ یې اړیکي د ترینګلتیا تر پولې رسولي دي.

د امریکا کانګرس د راتلونکي کال لپاره د پوځي لګښت پاليسۍ کې د پاکستان لپاره پوځي مرسته کې شرطونه نور هم سخت کړي.

د بریټانیا رویټرز خبري اژانس د راپور پربنسټ، کانګرس د ۲۰۱۷ کال لپاره د ۶۰۲ میلیارد ډالرو پوځي بودیجې د بېل منظوري ورکړې ده.

د بودیجې د تایید لپاره ۲۲۸ کسانو او په مخالفت کې یې ۱۴۷ غړو رایې ورکړې.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما واک لري، چې سنا ته د بودیجې د طرحې له وړاندې کېدو وروسته د بېل منظوري ورکړي او یا یې رد کړي. په طرحه کې دا شرط اېښودل شوی، چې له پاکستان سره دې د ۴۵۰ میلیون ډالرو مرستې لپاره د حقاني شبکې پر وړاندې د اسلام آباد د ټینګ ګام تر اخیستو پورې وځنډوله شي.

وړاندې امریکا له پاکستان سره د جنګي الوتکو ورکړه وځنډوله، چې اړیکي یې ترینګلي شول، خو اوس پوښتنه دا ده چې د کانګرس له خوا د پاکستان لپاره د مرستې شرط به له دغې اړیکې سره کوم لور ته ځي.

د پېښور پوهنتون د ژورنالیزم څانګې مشر ډاکټر الطاف الله وايي، تاریخي ښودلې که د امریکا او پاکستان اړیکي هرڅومره هم ترینلګي شي، خو د بیخي غوڅېدو تر پولې نه شي رسېدلی.

نوموړی زیاتوي، د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکو ته هر هېواد خپلو ګټو ته ګوري، خو ګټې یې دواړه هېوادونه سره بېلېدو ته نه پرېږدي.

د کانګرس په نوي بېل کې ویل شوي، امریکا به هغه وخت پاکستان ته مرسته ورکړي، چې باوري شي اسلام آباد د حقاني شبکې د مهمو غړو پرضد ګام پورته کړی، خو دا لومړی ځل نه دی چې امریکا له پاکستان نه د حقاني شبکې پروړاندې د ټینګې مبارزې غوښتنه کوي.

په ۲۰۱۴ کال پاکستان د امریکا د فشار له کبله په شمالي وزیرستان کې – چې د حقانی شبکې اصلي مرکز ګڼل کېده- د اورپکو پرضد د (ضرب عضب) په نامه پوځي عملیات پیل کړل، چې له قبایلي سیمو سلګونه زره وګړي بې ځایه شول.

پېښور کې د سیاسي او امنیتي چارو څېړونکی ډاکټر فیض الله جان وايي، د پاکستان دریځ ډېر روښانه دی، د جنګ او امنیت په تړاو پر یوه مهال خبرې امکان نه لري، امریکا له یوه پلوه پر پاکستان فشار راوړي چې افغانستان کې د سولې لپاره طالبان خبرو ته راکش کړي او بل خوا پرې د حقانی شبکې خلاف د عملیاتو فشار اچوي.

که څه هم په تېرو څو کلونو کې د ځینو پېښو له کبله د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي، خو د ترهګرۍ ضد جګړې په څېر ځینو مسلو کې یې شریکې ګټې دواړه هېوادونه له یوبل نه لیرې کېدو ته نه دي پرېښي.

ورته مطالب