پاکستان جنوبي وزیرستان کې د تلاشۍ پوسته افغان چارواکو ته سپارلې

د پاکستان پوځ وايي، جنوبي وزیرستان سره نژدې د پاکستان او افغانستان پر پوله د انګور اډې د تلاشۍ پوسته یې افغان چارواکو ته سپارلې ده.

د پوځ د عامه اړیکو په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا پرېکړه پر پوله د امنیت د ټینګښت په موخه نیول شوې ده.

په ویناپاڼه کې راغلي، په دې سره به له ګاونډي افغانستان سره د ورورولۍ اړیکي لا پسې ټینګ شي.

د پوځ د اطلاعاتو برخه وايي، په دې سره پرپوله امنیت ښه کېدای شي.

د ویلو ده، چې څو ورځې وړاندې، د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د تورخم سرحدي دروازه د ځینو ترینګلتیاوو له کبله وتړل شوه، خو وروسته بیا د دیپلوماتیکو هڅو پایله کې بېرته پرانیستل شوه.

پر پوله د افغان ځواکونو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر اخ او ډب وروسته د تورخم پوله د څلورو ورځو لپاره تړلې پاتې شوه.

پوله تر هغه وروسته بېرته پرانیستل شوه، چې پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره وکتل او پر یاده مسله یې خبرې وکړې، ښاغلي شریف د پولې د پرانیستو اعلان وکړ.

ځايي خلک وايي، په انګور اډه کې ګهیځ د ترینګلتیا د لیرې کېدو په تړاو د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ خبرې پیل شوې.

انګور اډه د جنوبي وزیرستان برمل ولسوالۍ کې پرته ده چې دواړو خواوو ته یې قبایلي خلک مېشت دي.

په انګور اډه بازار کې تر ډېره کاروباري کسان افغانان دي او یا همالته کار کوي او یا هم هلته اوسېږي او له افغانستان سره سوداګریزې راکړې ورکړې کوي.

ورته مطالب