بلوچستان کې د تښتول شويو دريو کسانو مړي موندل شوي

د انځور حقوق

د پاکستان د بلوچستان ايالت له کيچ سيمې روانه مياشت له تښتول شويو پنځو تنو څخه د دريو مړي موندل شوي دي. همدا ډول امنيتي ځواکونه وايي په دغه سيمه کې يې د پلټنې عمليات پيل کړي چې په ترڅ کې يې دوه "اورپکي" وژلي او دوه نيولي دي.

چارواکي وايي له دغې سيمې پنځه تنه تښتول شوي وو چې درې انجينيران او دوه قرارداديان وو.

د امنيتي سرچينو په وينا، وژل شوي کسان په ډزو يا د ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی بلکې داسې ښکاري چې له تندې مړه شوي دي.

د دغو کسانو له ورکېدو وروسته د بلوڅانو بېلتونپاله ډلې رسنيو ته په اعلاميه کې ويلي وو، دغه کسان يې د پوښتنې او ګروږنې لپاره بولي دي.

تېره ورځ دغې ډلې له خوا رسنيو ته بل پيغام استول شوی و چې په کې راغلي وو، د امنيتي ځواکونو له عملياتو وروسته يې دغه کسان خوشي کړي دي.

همدا ډول په ياده شوې سيمه کې امنيتي ځواکونو د پلټنې عملياتو په ترڅ کې د دوو کسانو د وژل کېدو دعوا کړې ده.

په کوټه کې د سرحدي ځواکونو د وياند د معلوماتو له مخې دغه عمليات د بالتګر په سیمه کې شوي، چې د "اورپکې" ډلې دوه کسان په کې وژل شوي او دوه ټپيان دي.

د وياند په وينا په دغو عملياتو کې يو امنيتي سرتېري ټپي شوی هم دی.

ورته مطالب