د بلوچستان د حقوقو پوهنځي مشر وژل شوی

د انځور حقوق bbc

د پاکستان د بلوچستان ايالت مرکز کوټه ښار کې د ډزو له امله د بلوچستان د حقوقو پوهنځي مشر وژل شوی دی.

د بروري پوليسو تاڼې يوه کارکوونکي بي بي سي ته ويلي، امان الله خان اڅکزی له خپل کور سره نژدې په موټر کې د پوهنتون پر لور روان و، چې په لاره کې پر موټرسايکل سپارو نامعلومو وسله والو کسانو پرې ډزې وکړې چې په ترڅ کې يې نوموړی سخت ټپي شو او روغتون ته له لېږدولو وروسته يې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

ښاغلي امان الله خان اڅکزی لومړی په کوټه کې د وکيل په توګه دنده ترسره کوله چې ورسره به يې د حقوقو په پوهنځي کې درس هم ورکاوه، چې بيا په ۲۰۱۴ کال کې د کوټې د حقوقو پوهنځي مشر ټاکل شوی و.

د پوهنتون زده کوونکو د نوموړي د وژلو کېدو په خلاف پوهنتون تړلی او د بلوچستان ایالت د والي له دفتر سره نژدې يې لاريون ترسره کړی دی.

تراوسه نه ده معلومه چې نوموړی چا او ولې وژلی دی. چارواکي وایي د ښاغلي اڅکزي د وژلو پېښې د پلټنې لپاره يې يو ځانګړی کميسيون ټاکلی دی.

د بلوچستان لومړي وزير ثنا الله زهري او والي محمد خان اڅکزي دغه پېښه غندلې او په اړه يې د پلټنې غوښتنه کړې ده.

د کورنۍ په وينا يې نوموړي له هېچا سره دښمني نه لرله. د امان الله خان اڅکزي کورنۍ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره اړيکه لري خو ويل کېږي ښاغلی اڅکزی د ګوند په چارو کې فعال نه و.

وړاندې هم په کوټه کې دا ډول د ښوونکو هدفي وژنې ترسره شوي دي.

ورته مطالب