سوات: پر پوليسو بريد کې درې تنه ټپيان شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption پوليس وایي په سيمه کې يې د پلټنې عملیات پيل کړي دي.

چارواکي وايي د خيبرپښتونخوا په سوات کې د "وسله والو اورپکو" بريد کې د يوه څارندوی په ګدون درې پوليس ټپيان شوي دي.

د چارواکو په وينا له دغې پېښې وروسته يې د پلټنې عملياتو په ترڅ کې درې "اورپکي" وژلي دي.

پوليسو وايي، پېښه د سې شنبې په ورځ (۱۴ جون) ځايي وخت سهار د کبل په سيمه کې رامنځ ته شوه ده.

د ټپي شويو پوليسو نومونه رفيع الله، عزيز الرحمان او جهانګير ښودل شوي چې ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دغې بريد پړه د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني منلې ده او وايي بريد دوی ترسره کړی دی.

په سوات کې د ځايي خبريال سيد انور شاه په وينا، د پوليسو يوه کارکوونکي اياز ويلي چې له پېښې وروسته امنيتی ځواکونو په سيمه کې د پلټنې عمليات پيل کړي دي.

د کارکوونکي په وينا د پلټنې عملياتو کې درې "اورپکي" وژل شوي خو په اړه يې نور معلومات نه دي وړاندې کړي.

د يادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې په منګلور سيمه کې پر پوليس بريد شوي و، چې له امله يې يو پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي وو.

په وروستيو کې د بونير په ګډون سوات او ځينو نورو سيمو کې د "اورپکو" په بریدونو کې زياتوالی راغلی دی، چې د امن لښکر او د پوليسو کارکوونکي په کې په نښه شوي دي.

ورته مطالب