پښتونخوا کې له يوې ناندريزې مدرسې سره ۳۰۰ ميليونه مرسته

د انځور حقوق AP

د خيبر پښتونخوا حکومت پر هغې پرېکړې سختې نيوکې شوې چې غواړي يوې ناندريزې مدرسې ته ۳۰۰ ميليونه کلدارې ورکړې.

د پښتونخوا د نوښار په اکوړه کې حقانيه مدرسې ته د ايالتي حکومت په کلنۍ بوديجه کې ځانگړې مرسته جلا شوې ده. له همدې مدرسې د طالب غورځنگ د مشرتابه گڼ کسان فارغ شوي دي. گوتنيونکي وايي له داسې مدرسو سره مرستې له "سخت دريځۍ" سره مرسته کوي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د حقانيه مدرسې نوم په رسنيو کې راځي. بلکې تر دې وړاندې هم د افغان او پاکستاني طالبانو په ملاتړ د حقانيه مدرسې او د مشر يې مولانا سمیع الحق نوم په رسنيو په بیابیا راغلی و.

خو له همدې لانجمنې مدرسې سره مرستې د پښتونخوا حکومت او د دوی ګوند تحریک انصاف له سختو نیوکو سره مخامخ کړی.

که څه هم ددغې مدرسې مشر مولانا سمیع الحق دا نه مني چې ګواکې حکومت دې ورته پېسې ورکړې وي او دا "هرڅه د غربي رسنیو لخوا د ده او اسلام پر ضد پروپاګند" بولي.

خو د پښتونخوا حکومت د دې مرستې له ورکولو انکار نه دی کړی او نه هم دا د غربي رسنيو پروپاګند بولي.

د پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دوی له همدې لارې دغه ډول مدرسې ځان ته نژدې کول غواړي.

مشتاق غني زیاتوي "له هغو مدرسو سره چې په کې د ترهګرۍ روزنه نه ورکول کېږي که ورسره مرستې وکړو نو زما په فکر تردې ښه خبره بله نشته".

د پښتونخوا ایالتي حکومت ادعا کوي، تردې وړاندې نورو حکومتونو هم له یادې مدرسې سره ورته مرستې کړې دي. خو په پېښور کې د چارو شنونکی خادم حسین بیا دا ردوي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان او د ده د ګوند ایالتي حکومت لاهم په دې زور راوړي چې له حقانیه مدرسې سره يې دا مرسته ځکه کړې چې د دوی په خبره په یاده مدرسه په زرګونو زده کوونکي د هېواد سیاسي ډګر ته راولي. خو د ډېرو په باور دا د پاکستان تحریک انصاف لخوا په پاکستان کې توندلارۍ ته وده ورکول او د وسله والو ډلو له پلویانو سره مخامخ مرسته ده.

ورته مطالب