سوات کې د نښتو له امله دوه وسله وال وژل شوي

د انځور حقوق AFP

چارواکي وايي د خيبرپښتونخوا په سوات کې د امنيتي ځواکونو او "اورپکو" تر منځ جګړه کې دوه وسله وال وژل شوي دي.

د امنيتي سرچينو په وينا، د سوات د ګرځندوی سيمې مالم جبې دغې نښتې په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو يو سرتېری ټپي شوی هم دی.

په سوات کې د خبريال انور شاه په وينا، نښته د پلټنې د عملياتو پر مهال هغه وخت شوې چې وسله والو پر امنيتي ځواکونو ډزې کړې دي.

د چارواکو په وينا د عملياتو په ترڅ کې يې يو شمېر وسلې او مهمات هم نيولي دي او په وينا يې پوځي عمليات لا روان دي.

د راپورونو له مخې په دغه نښته کې يو پاکستاني سرتېری ټپي شوی خو امنيتي چارواکو يې پخلی نه دی کړی.

له څه مودې راهيسې په سوات او شاوخوا سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ ګڼې نښتې شوې دي.

د جون مياشتې پر ۱۴ نېټه د سوات په کبل سيمه کې وسله والو د پوليسو پر موټر بريد کړی و چې له امله يې درې پوليس ټپيان شوي وو، له هغه وروسته عملياتو کې پوځ د دريو "اورپکو" د وژلو ادعا کړې وه.

پر دې سربېره د سوات او بونير په لرې پرتو سيمو کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته کې يو وسله وال وژل شوی دی.

ورته مطالب