د خيبرپښتونخوا چترال کې سېلابونو مرګ ژوبله اړولې

د انځور حقوق Getty
Image caption سيمه ييز چارواکي وايي د سېلابونو له امله لږ ترلږه ۳۱ تنه لادرکه شوي، او د ۱۷ تنو د وژل کېدو پخلی شوی

د پاکستان د خيبر پښتونخوا په چترال کې د بارانونو او سېلانونو له امله لږ ترلږه ۳۱ تنه لادرکه شوي او په سيمه کې بېړنۍ حالت اعلان شوی دی.

افغان چارواکي وايي چترال کې د راغلو سېلابونو له امله د ۱۲ تنو مړي د کونړ ولايت په بېلابېلو برخو کې موندل شوي دي.

د ناورین د سمبالښت ملي اداره وايي د يکشنبې په شپه د چترال په ارسون سيمه کې د باران او سېلابونو له امله يو جومات، د امنيتي ځواکونو پوسته او ګڼ شمېر کورونه اوبو وړي دي.

د چترال مرستيال کمېشنر اسامه وړايچ بي بي سي ته ويلي، د سېلابونو له امله لږ ترلږه ۳۱ تنه لادرکه شوي، او د ۱۷ تنو د وژل کېدو پخلی شوی دی.

اسامه وړايچ وايي د حالاتو د کنټرولو لپاره له ټولو شته امکانانو کار اخلي، د ده په وينا زيانمنو شويو سيمو ته يې د مرستو لېږلو لړۍ پيل کړې ده.

د ناورين د سمبالښت ملي ادارې چارواکي وايي، په چترال کې شاوخوا ۳۵ کورونه په بشپړ ډول نړېدلي او ۴۷ نورو ته زيان رسېدلی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امنيتي ځواکونو يوه پوسته سره له پنځو ساتونکو اوبو وړې

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف اړوندو ادارو ته ويلي چې د سېلاب له امله د لادرکو شويو کسانو د پلټنې او د مرستو په رسولو کې دې چټک ګامونه واخستل شي.

د خيبر پښتونخوا اعلی وزير پرويز خټک په سېلابونو کې د وژل شویو کسانو له کورنيو سره د درې درې سوه زرو پاکستانيو روپيو د مرستې اعلان کړی دی.

تېر کال هم په چترال کې سېلابونونه راغلي وو چې له امله يې يو شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و، کورونو او ودانیو ته هم په کې زيان اوښتی و چې امله يې لارې او سړکونو بند شوي وو.

ورته مطالب