د سوات پر ناامنیو جوړ شوی فلم "بدل"

د پښتنو نامتو ممثل جمال شاه د پښتونخوا په سوات سیمه کې د ۲۰۰۹ کال پر ناامنیو فلم جوړ کړی او دغه فلم ته يې د "بدل" نوم ورکړی دی. جمال شاه وايي، د دغه فلم د جوړېدو هدف يې د پښتنو د کلتور په سمه بڼه وړاندې کول دی، ځکه چې د ده په خبره تل په فلمونو کې پښتني کلتور سم نه دی انځور شوی.

په ۲۰۰۹ عیسوي کال کې پاکستاني طالبانو د پښتونخوا د ښکلې سیمې سوات په ګډون په یو شمېر نورو سیمو کې د ناامنۍ او ترهګریزو پېښو له امله د وګړيو ژوند او کلتور اغېزمن کړ او په دغه ناامنۍ کې تر ډېره د پښتنو مخور مشران، سیاستوال، د بشري حقونو فعالان، ښوونکې او خبريالان یا خو ووژل شول او یا هم له دې سیمو کډه کولو ته اړ شول.

جمال شاه له بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل، د هغه وخت پنځه یا شپږ داسې پېښې يې را اخیستې، چې په رښتیا شوې او پرې يې دغه فلم جوړ کړی دی. یاد فلم "بدل" روانه جولای میاشت په پاکستان کې نندارې ته وړاندې شوی.

جمال شاه وايي، په دغو پېښو کې يې لومړی د یوې سندرې غاړې پېښه ده، دويمه د یوې کورنۍ کيسه ده چې د طالبانو پر ضد جنګېدلي وو، درېیمه بیا د یوه داسې ځوان کيسه ده چې د کورنۍ ټول غړي يې طالبانو وژلي او دی د دې غچ اخیستو لپاره له طالبانو سره يو ځای شي، چې مقصد يې له دوی څخه بدل اخیستل وي.

څلورمه بیا د يوې ښوونکې کيسه ده، چې طالبانو وژلې او پنځمه بیا د یوه سیمه ایز خبریال کيسه ده، چې دا ټولې يې په دې فلم کې را اخیستې دي.

د "بدل" په نامه دغه فلم چې په اردو ژبه جوړ شوی، له یوې ترکۍ لوبغاړې ماسوا يې نور ټول لوبغاړي د پاکستان دي. ایمل کراکوز د ترکيې ممثله ده، چې په لومړي ځل يې په يوه پاکستاني فلم کې کار کړی.

ورته مطالب