'د افغان او پاکستاني ځوانانو راشه درشه دې ډېره شي'

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د ځوانانو يوه فعاله سارا خان وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ باید د ځوانانو تګ راتګ ډېر شي، ځکه چې راتلونکې کې ځوانان د يو هېواد واک سنبالوي او د ځوانانو تګ راتګ سره د پاکستان او افغانستان په اړيکو ښه اغېز کوي.

سار اخان تېر کال د پاکستان ځوانانو په استازیتوب کابل ته سفر کړی و.

پاکستان کې د ځوانانو فعاله (يوت اکټويسټ) سارا خان وايي، تېر کال افغانستان ته د هغې سفر د امن لپاره يوه کوچنۍ هڅه وه، چې بیا وروسته افغان ځوانان پاکستان ته راغلل.

نوموړې زياتوي، پاکستاني ځوانانو ته په افغانستان کې او افغان ځوانانو ته پاکستان کې ډېره مينه او احترام ورکړل شوی.

هغه وايي، باېد د پاکستان او افغانستان د ځوانانو ترمنځ د تګ راتګ موقع نورې هم زياتې شي.

سارا خان وايي ځوانان په راتلونکې کې د يوه هېواد مشران جوړيږي؛ نو که د پاکستان او افغانستان ځوانان د يو بل پر مسلو خبر شي او د حل لارې به هم ولټوي.

Image caption سارا خان وايي پاکستان کې قانون شته، کوم افغان کډوال چې امنیت ته واقعاً زیان رسوي، بايد له هغوی سره قانوني چلند وشي او چې کله پرې تور ثابت شي نو سزا دې ورکړله شي، خو په ټولو افغان کډوال تور لګول به مناسب نه وي.

د سارا خان په وينا، د ځوانانو تګ راتګ سره په راتلونکې کې د دواړو هېوادونو په اړيکو ښه اثر پرېوتی شي.

سارا خان وايي په خيبر پښتونخوا کې یې له افغان محصلینو ده سره ډېر وخت تېر کړی. نوموړي وايي په کوم پوهنتون کې یې چې زده کړې کولې هلته ډېرو افغان محصلینو ته سکالرشیپونه ورکول کېدل.

هغه زياتوي، له افغان محصلینو سره یې د خویندو او وروڼو په شان وخت تېر کړی. سارا خان وايي افغان کډوال له ډېرې مودې راهیسې دلته اوسېږي او هغوی ورته لکه د خپلوانو په شان ښکاري.

Image caption سارا خان وايي ځوانان په راتلونکې کې د يوه هېواد مشران جوړيږي؛ نو که د پاکستان او افغانستان ځوانان د يو بل پر مسلو خبر شي او د حل لارې به هم ولټوي.

د پاکستاني پوليسو لخوا له افغان کډوالو سره د زورزياتي په اړه سارا خان وويل، هغه د کومې جدي پېښې په اړه معلومات نه لري او عادي تلاشۍ او داسې نور خو د پاکستاني پوليسو دنده ده چې خپله پاکستانيان هم له دې بهیر څخه هره ورځ تېرېږي.

د ځوانانو دغه فعاله واي دا خبره به مناسبه نه وي چې ټول افغان کډوال امنیت ته زيان رسوي. هغه زياتوي کېدای شي ځینې داسې کډوال وي چې هغوی امنيتي ستونزې جوړوي، خو دا ويل چې ټول افغانان امنيتي ستونزې جوړوي مناسب نه ښکاري.

سارا خان وايي پاکستان کې قانون شته، کوم افغان کډوال چې امنیت ته واقعاً زیان رسوي، بايد له هغوی سره قانوني چلند وشي او چې کله پرې تور ثابت شي نو سزا دې ورکړله شي، خو په ټولو افغان کډوال تور لګول به مناسب نه وي.