''د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پالیسي کاروبار اغېزمن کړی''

Image caption د سږکال له پیله تر ۲۷۰۰۰ ډېر کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي دنیا اسلم خان

د پاکستان حکومت لخوا په دغه هېواد کې د افغان کډوالو اړوند پالیسۍ د دواړو هېوادونو سوداګر هم اندېښمن کړي دي.

پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د دسمبر تر ۳۱ نېټې په دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړې.

ځايي سوداګر وايي دغې پرېکړې یې کاروبارونه اغېزمن کړي. د خيبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په کارخانو مارکيټ کې د پاکستاني سوداګرو ډېره راکړه ورکړه له افغان سوداګرو سره وه، چې له دغه ځایه پېرل شوي توکي به یې خپلو سیمو ته لېږدول.

خو اوس چې افغان سوداګر په خپلو دوکانونه کې شته توکي په ارزانه بيه پلوري او د نویو توکیو رانیولو ته زړه نه ښه کوي، پاکستاني سوداګر وايي د دوی کاروبار کچه هم ورسره ۵۰ سلنه ټیټه شوې ده.

په کارخانو مارکيټ کې د کمپلو يوه سوداګر عزيز الله بي بي سي ته ووېل چې دوی له چين نه توکي راوړل او ۵۰ سلنه مشتریان یې افغانان وو. هغه وايي ۳۰ میلیونه روپۍ یې په کاروبار کې لګولې، خو اوس یې مشتریان لږ شوي.

نوموړی وايي د کډوالو سره سره یې هغه افغانان هم مشتریان وو، چې پېښور ته د درملنې لپاره ورتلل.

د دغې سیمې یو بل هټیوال ایاز خان وايي دوی داسې برېښنايي الات هم پلورل، چې یوازې افغانانو رانیول، خو وايي اوس یې کاروربار په ټپه ولاړ دی.

د انځور حقوق
Image caption یو شمېر پاکستاني سوداګر وايي اوس چې افغان سوداګر په خپلو دوکانونه کې شته توکي په ارزانه بيه پلوري او د نویو توکیو رانیولو ته زړه نه ښه کوي

انيل سنګ بيا د سینګار توکو هټۍ لري. هغه وايي یو شمېر افغانانو سره به یې په پور راکړه ورکړه کوله، خو اوس چې د هغوی د وتلو لپاره نېټه ټاکله شوې ده، داسې نه شي کولای چې وايي له کبله یې کاروبار اغېزمن شوی دی.

په پاکستان کې دا مهال نژدې درې ميليونه زيات افغان کډوال ژوند کوي چې ډېری یې ثبت شوي نه دي.

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو ویانده دنيا اسلم خان وايي، د پاکستان حکومت لخوا د افغان کډوالو لپاره شپږ میاشتې وروسته د وتلو مودې ټاکلو سره د کډوالو ستنېدلو لړۍ چټکه شوې ده.

نوموړې وايي د روان کال اوږدو کې له ۲۷۰۰۰ ډېر کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.