شاه رخ خان ته څپلیو جوړولو موچي زندان ته ولېږه

Image caption په پېښور کې د شاه رخ خان خپلوان وايي، چې نوموړي ته یې پخوا هم پېښورۍ څپلۍ ور وړې وې.

لکه چې نورې پېښې کمې وې، دا ځل یو پاکستاني موچي د خپلې خوښې هنرمند او د هند د بالیووډ ستوري شاه رخ خان ته د هوسۍ له څرمنې د څپلیو جوړولو له امله ځان د زندان د تورو تمبو تر شا ایسار کړ.

د پېښور په جانګېر پوره بازار کې دغه موچي د شاه رخ خان د ترلې په غوښتنه دوه جوړه او له دغه هندي ستوري سره د خپلې مینې له امله د ځان له خوا هم یوه جوړه څپلۍ جوړې کړې دي.

د ځنګلي ژویو ادارې چارواکو بي بي سي ته ویلي، له موچي جهانګیر یې دا څپلۍ ځکه وړې، چې د غرڅه د څرمنې دي او د ده په ضد یې دوسیه جوړه کړې ده.

په پېښور کې د شاه رخ خان ترله نور جهان له (ډان نیوز) سره په خبرو کې وايي، د خان په ځانګړې غوښتنه یې له موچي جهانګیر خان سره اړیکه نیولې او د (کپتان څپلۍ سټایل) په ډول یې د پېښوریو څپلو د جوړولو هیله ترې کړې وه.

نور جهان وايي، دا څپلۍ به هند ته د تللو په وخت له ځان سره شاه رخ خان ته وړي.

Image caption موچي وايي، په خپله خوښه یې شاه رخ خان ته د هوسۍ له څرمنې څپلۍ جوړې کړې او هرو مرو به یې ور ولېږي.

دل والې فلم

موچي هم د شاه رخ خان د هنر لوی مینه وال ښکاري، ځکه کله چې د څپلو جوړولو غوښتنه ترې کیږي، نو پرېکړه کوي چې خپل د خوښې هرمند ته د هوسۍ له څرمنې ځانګړې پېښورۍ څپلۍ جوړې کړي.

موچي رسنیو ته ویلي، تقدیر چې د کوم څه له امله په زندان کې اچولی هغه یې زړور حرکت او بې پروا پرېکړه وه، خو د هوسۍ له څرمنې جوړې څپلۍ به د (دل والې) فلم هنرمند ته استوي.

کله چې شاه رخ خان ته د څپلیو جوړولو خبره خوله په خوله کیږي، د ځنګلي ژویو ځايي چارواکي د اګسټ پر ۲۶ جهانګیر په بند کې اچوي، دوی له ځان سره د غرڅه څرمن او څپلۍ هم وړي.

مخکې له دې چې څپلۍ یې الوتکه وویني او پر پوله واوړي دا غریب موچي د زندان د پنجرو شا ته اچول کېږي.

وروستۍ ادعا دا ده، چې جهانګیر له بند خوشی شوی دی او د ځنګلي ژویو چارواکي وايي" موږ دا څپلۍ د ازموینې لپاره وړې دي چې وګورو په رښتیا هم د هوسۍ که د نورو ژویو له څرمنې جوړې شوې دي، موږ به یې نتیجه د دوشنبې په ورځ اعلان کړو."

د ازموینې د روښانېدلو له مخې به له جهانګیر سره د حساب کتاب پته لګيږي.

Image caption موچي جهانګیر خان له دې مخکې د زمري له څرمنې د پاکستان لومړي وزیر ته هم څپلۍ جوړې کړې دي.

لومړي وزیر ته څپلۍ

نورجهان ویلي، چې له شاه رخ خان سره تېره شپه غږېدلې او هغه بیا ویلي، چې هند ته په راتللو کې پېښورۍ څپلۍ ورسره راوړي.

دا لومړی ځل نه دی چې نور جهان خپل تره زوی شاه رخ خان ته ځايي جوړې څپلۍ وړي، بلکې په ۱۹۹۷ کال یې هم یوه جوړه څپلۍ په ډالۍ کې ور وړې وې.

جهانګیر خان هم د پېښوریو څپلیو په جوړولو کې دومره پېژندل شوی چې ان د پاکستان صدراعظم نواز شریف ته یې د زمري له څرمنې څپلۍ جوړې وې.

خو وايي، یتیم په ژړا پوخ وي، ځکه د ځنګلي ژویو اداره وايي، له دې مخکې یې هم د جهانګیر په دوکان کې د پړانګ څرمن موندلې وه.

د انځور حقوق Getty
Image caption د بالیووډ وتلی ستوری شاه رخ خان په اصل کې د پېښور دی.

ورته مطالب