دیر کې پر حکومتي افسر د برید ترڅ کې درې کسان وژل شوي

د انځور حقوق
Image caption دیر کې پر نوموړي کونسلر له دې مخکې هم ناکام برید شوی

د خیبر پښتونخوا په کوز دیر سیمه کې پر یوه حکومتي افسر برید کې درې کسان وژل شوي او دوه ټپیان دي.

پولیس وايي پېښه د دیر رباط بازار سیمه کې د دوشنبې په ورځ شوې. ویل کېږي د جماعت اسلامي ګوند پر غړي کونسلر شادنوازخان نامعلومو کسانو بازار کې ډزې وکړې.

د خال نومي پولیس مرکز مشر هدایت الله شاه په خبره پېښه کې د شادنوازخان ورور او دوه پولیس وژل شوي دي او خپله کونسلر شادنوازخان ته زیان نه دی اوښتی.

هدایت الله شاه وايي پولیسو یو بریدګر نیولی، خو د هغه پېژندګلوي یې نه ده په ډاګه کړې.

ځايي خبریالان وايي پولیسو له کونسلر سره بازار کې خبرې کولې، چې برید پرې وشو. ځايي پولیس وايي دوی په دې اړه معلومات ټولوي، چې برید پر کونسلر شوی او که پولیس په نښه شوي دي.

څه موده مخکې هم د کونسلر شادنوازخان د تلو په لاره کې بم ځای پر ځای شوی و، خو هغه بم خنثی کړل شوی و.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.